په تاجکستان کې له افغان کډوالو سره د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې د مشر لیدنه. انځور: UNHCR مارچ ۱۸
په تاجکستان کې له افغان کډوالو سره د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې د مشر لیدنه. انځور: UNHCR مارچ ۱۸

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يي دي چې د دغه هیواد لخوا د افغان کډوالو ایستل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او د دوې ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو ان اچ سی ار) د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۲۵ مه په یوه بیانیه کې له تاجکستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیول او په اجباري ډول د دوې بیرته ستنول و دروي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې ادارې له اعتراض سربیره په دې وروستیو کې د یوې افغانې کورنۍ په ګډون پنځه تنه نور افغانان په زوره بیرته افغانستان ته واستول شول او یو شمیر نور بیا د افغانستان پولې ته شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د نړیوال محافظت د برخې مشرې الیزابت تان په دې اړه وايي « تاجکستان باید د کډوالو توقیف او اخراج و دروي، دا یو داسې عمل دی چې په ښکاره ډول د دوې ژوند له خطر سره مخ کوي. د کډوالو اجباري ایستل د قانون خلاف کار دی او نه ایستلو له اصل سره چې د پناه غوښتنې د نړیوال قانون بنسټ جوړوي، په ټکر کې دی.»

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې يي ګڼې داسې پیښې يي ثبتې کړې چې په کې د کډوالو توقیف، اجباري ایستل او د تاجکستان خاورې ته د هغو پناه غوښتونکو نه پریښودل چې نړیوال محافظت ته اړتیا لري، شامل دي. دغې ادارې له کوربه هیواد تاجکستان څخه غوښتي چې افغان پناه غوښتونکو ته دې د پناه غوښتنې لپاره د عادلانه لاسرسۍ حق ورکړل شي.

نور ولولئ: د افغانستان او تاجکستان پر پوله بندې پاتې افغانې کورنۍ:‌ «د نړې هیوادونه دې موږ ته پناه راکړي»

بل لورې ته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم د تاجکستان پر دغه اقدام د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي، په داسې حال کې چې د ا فغانستان نیم نفوس له لوږې سره مخ دی، د نورو افغانانو ستنول به دا بحران نور هم ستونزمن کړي.

د راپورونو له مخې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل شاوخوا اته زره افغانان تاجکستان ته تللي چې د دوې له ډلې ډیرۍ يي په دې هیله په دغه هیواد کې شپې سبا کوي ترڅو د دریمو هیوادونو له سفارتونو څخه ویزې ترلاسه کړي.

 

نورې ليکنې