یونان چې تل يي له ترکیې څخه د ورتلونکو کډوالو د مخنیوي هڅه کړې، د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونو او د رسنیو له سختو نیوکو سره مخامخ دی. د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراکي له کډوال نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې له ترکیې څخه د کډوالو د مخنیوي له سیاست څخه دفاع کړې او ویلي يي دي چې ترکیه د کډوالو لپاره یو امن هیواد دی او دوې اړتیا نه لري چې یونان ته راشي.
کډوال نیوز: یو شمیر سازمانونه او رسنیو د یونان او ترکیې پر پوله د کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي. تا سو څنګه هغه کسان مشخص کوئ چې په یونان کې د پناه غوښتنې هیله لري په داسې حال کې چې ټول بیرته ترکیې ته استول کیږي ؟
نوتیس میتاراکي: هغه خلک چې له ترکیې څخه راځي دوې کولای شي هلته پاتې شي. ترکیه د هغو خلکو لپاره چې له بنګلادیش او نورو هیوادونو څخه راځي یو امن هیواد دی. دې ته اړتیا نشته چې خلک له ترکیې څخه یونان او اروپايي هیوادونو ته راشي.
د نړیوال خوندیتوب حق په دې معنی نه دی چې تاسو وشئ کولای هر هیواد ته ولاړشئ. تاسو باید لومړنۍ خوندي هیواد ته چې د ننه کیږي، هلته د پناه غوښتنه ثبت کړئ.
نور ولولئ: یونان د اګست له پیل راهیسې د ۲۵۰۰۰ کډوالو مخه نیولې ده
کډوال نیوز: هغه خلک چې له افریقا او نورو هیوادونو راځي؟
نوتیس میتاراکي: یونان له افریقا سره پوله نه لري نو که یو څوک چې په افریقا کې د پناه غوښتنې اړتیا ولري، یونان باید د هغه لپاره لومړنۍ مقصد نه وي.
کډوال نیوز: څو ورځې وړاندې په آتن کې د الیوناس کمپ د خالي کولو پروسه پیل شوه او تاسو ویلي و چې تر نومبر یا دسمبر میاشتو به يي کارونه بشپړه شي. په دې اړه څه کوئ؟
نوتیس میتاراکي: مونږ له دې وړاندې ۸۷ کمپونه تړلي دي. مونږ د کډوالو د استوګنې لپاره ۱۲۱ ځایونه درلود خو اوس یوازې ۳۴ يي پاتي ځکه د خلکو شمیر د کمپونو په پرتله کم شوي. مونږ هغه کمپونه تړو چې له دې وروسته د استفادې وړ نه دي.د الیوناس کمپ ډیر پخوا جوړ شوی او یو زوړ کمپ دی او همدارنګه دغه کمپ په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې په کې نوې ودانۍ جوړیږي. سربیره پردې د آتن ښاروالۍ چې د دغه کمپ مالکیت پر غاړه لري د ملکیت د بیرته اخیستلو غوښتنه يي کړې.
داسې ښکاري چې ۹۹ سلنه کډوال مني چې په یو بل کمپ کې ځای پر ځای شي. ډیر کم خلک ستونزه جوړي او دا د هغو خلکو لپاره چې په یو ملک کې د پناه غوښتنه کوي ښه کار نه دی.
کډوال نیوز: ایا راتلونکي کې د نورو کمپونو د تړلو پلان لرئ؟
نوتیس میتاراکي: هو، مونږ به نور کمپونه چې اړتیا ورته نشته و تړو. مونږ د اوروس په سیمه او ټاپوګانو کې د پناه غوښتنې د هرکلي نور مرکزونه جوړ کړي ترڅو په چټک ډول وشو کولای هغه پناه غوښتونکي چې نړیوال محافظت ته اړتیا لري مشخص کړو.
باید به واضح ډول ووایم چې یونان د هغو خلکو لپاره چې په ناقانونه ډول راځي ډیر جدي دی. هغه خلک چې یونان ته د کار لپاره راځي باید له یو توافق شوي لارې په قانوني ډول راشي مثلا د هغو لارو چې مونږ يي په اړه خبرې وکړې.
****
یونان او بنګلادیش شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به يي په یو کال کې ۴۰۰۰ بنګلادیشي خلکو ته د یونان کاري ویزې ورکړل شي. ټاکل شوې چې د همدغې هوکړې له مخې ۱۵ زره بنګلادیشي کډوال چې په یونان کې له قانوني اسنادو پرته کار کوي، قانوني سند ورکړل شي.
بشړې ویډیويي مرکې لپاره دلته کلیک کړئ.