هالنډي چارواکي وایي چې د دغه هېواد له شمال څخه یې سلګونه هغه کډوال د هالنډ بېلابېلو سیمو ته لېږدولي دي چې د تېر اپل د هرکلي مرکز مخې ته یې خیمې تړلې وې. د یادولو ده چې څو ورځې مخکې دغه مرکز ته نږدې یو درې میاشتنۍ ماشوم مړ شوی و.
هالنډي چارواکو د تېرې شنبې په ورځ له تېر اپل څخه د هالنډ بېلابېلو سیمو ته د سلګونو هغو کډوالو د لېږد خبر ورکړ چې له تېرو څو وختونو راهیسې یې د یاد مرکز مخې ته خیمې درولې وې.
د هالنډ د کډوالو چارو ادارې ویاند لیون وېلدت ویلي دي چې «سلګونه کسان د [جمعې] په شپه په سرویسونو کې د هالنډ د مهاجرو مرکزونو ته لېږدول شوي دي». هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی هیله لري چې ډېر ژر به د تېر اپل د کډوالو مرکز کې بدلون رامنځ ته شي.
له دې وړاندې د سرې میاشتې ادارې او هالنډ کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان څانګې تېر اپل کې د بشري کړکېچ په هکله خبرداری ورکړی و. یادو سازمانونو ویلي وو چې له نږدې درېو اونیو راهیسې تر ۷۰۰ ډېر پناه غوښتونکي د سرپناه په هیله د تېر اپل د مهاجرو مرکز مخې ته تر خیمو لاندې ژوند کوي.
په ورته مهال هالنډي رسنیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې لسګونه کډوال په لیکو کې د خپلو ځایونو د له لاسه ورکولو له وېرې لا هم په تېر اپل کې پاتې دي.
د خبریالانو په حواله د تېرې جمعې په ورځ سلګونه پناه غوښتونکي تېر اپل مرکز مخې ته تر هغو خیمو لاندې پراته وو چې تشنابونو ته نږدې تړل شوې وې. په وینا یې یادو مهاجرو هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه درلود.
وروسته له هغه چې هالنډي چارواکو تېره اونۍ یاد مرکز کې د یوه درې میاشتنۍ ماشوم د مرګ خبر تایید کړ، هالنډ کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې څانګې تېر اپل کې د خپلو فعالیتونو د پیل خبر ورکړ.
«شرموونکې صحنې»
په ورته مهال د هالنډ لومړي وزیر مارک روت دغه مرکز کې ځینې «صحنې شرموونکې» بللې او د ستونزو د هوارولو ژمنه یې کړې ده.
د هالنډ حکومت د جمعې په شپه وویل چې اوسنی کړکېچ د کارکوونکو او دغه هېواد کې د سرپناوو د کموالي له امله رامنځ ته شوی دی، خو دوی په پام کې لري چې د هوارولو لپاره یې لازمي تدابیر ونیسي. د چارواکو په حواله ټاکل شوې ده چې په لومړي سر کې به په یوه نظامي اډه، ارنهام کښتۍ او دېلفت تو پوهنتون کې کډوالو ته سرپناوې برابرې کړل شي.
د هالنډ حکومت دا هم ویلي دي چې د لنډمهال لپاره به له ترکیې سره د هغه تړون عملي کېدو وځنډوي چې له مخې یې هالنډ هر کال له دغه هېواد څخه ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي مني. زیاته شوې ده چې له دې وروسته به د منل شویو کډوالو کورنۍ یوازې هغه وخت هالنډ ته راوستل کېږي چې سرپناه ورته برابره شوې وي.
دمګړۍ هالنډ کې د سرپناه د کموالي له امله نږدې ۱۶ زره کسان چې قبولي یې ترلاسه کړې ده پناه غوښتونکو ته په ځانګړي شویو مرکزونو کې شپې سبا کوي.