د لوموند ورځپاڼې د یو راپور له مخې نن سبا زرګونه کډوال د صربیا له شمالي سیمې څخه هنګري ته د ورتګ هڅه کوي. په ورته مهال سازمانونه وایي چې د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ راهیسې دا لومړی ځل دی چې صربیا کې د کډوالو شمېر کې په بې سارې توګه زیاتوالی راغلی دی.
د لوموند ورځپاڼې د یو راپور له مخې نن سبا زرګونه افریقایي او اسیایي کډوال د صربیا په شمالي ښار سوبوتیکا کې راټول شوي او هنګري ته د اوښتو هڅه کوي. ډېری دغه کډوال د تونس، الجزایر او مراکش اتباع دي چې غواړي ځانونه د فرانسې په ګډون اروپایي هېوادونو ته ورسوي. د یادو مهاجرو په ډله کې هندي سېکان هم دي.
لوموند لیکلي دي چې یاد کډوال د صربیا او هنګري پر پوله له داسې خنډونو سره مخ دي چې څلور متره لوړوالی لري. دغه خنډونه هنګري په ۲۰۱۵ کې د کډوالو د څپو د مخنیوي په موخه جوړ کړي وو.
بیا ولولئ: د صربیا پولیسو له هنګري سره پر پوله ۸۵ کډوال نیولي
د سوبوتیکا مسیحي روحاني تیبور ورګا چې له یوې لسیزې راهیسې له کډوالو سره مرسته کوي لوموند ورځپاڼې ته ویلي دي چې پر پوله د کډوالو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. هغه د نوموړو کډوالو وضعیت د فرانسې په کالې ښار کې د بند پاتو کډوالو له حالت سره پرتله کوي او وایي چې قاچاق وړونکي له مهاجرو څخه د ګټه پورته کولو په موخه له یو بل سره سیالي کوي.
لوموند زیاته کړې ده چې د سبوتیکا د کډوالو مرکز چې په یو وخت کې د ۱۵۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري له مهاجرو ډک شوی او دا مهال پکې ۳۵۰ تنه کډوال په خورا سختو شرایطو کې شپې سبا کوي.
ځینې کډوال چې مالي امکانات نه لري هڅه کوي د زینو په کرایه کولو سره پر دېوال وخېږي او هنګري ته واوړي. د دغو زینو بیه تر ۱۰۰۰ یورو رسېدلی شي.
بیا ولولئ: په روان کال کې هنګري ته د ۱۰۵ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیول شوې ده
د یادولو ده چې لږ مخکې د اروپا د پولو ساتنې ادارې په یو راپور کې لیکلي وو چې د ۲۰۲۲ په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۷۰ زره ډېر کډوال د بالکان له لارې اروپا ته رسېدلي دي چې دا شمېر د تېر کال همدې مودې په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. د فرانتکس په حواله، بالکان مسیر کې ډېری کډوال د افغانستان، سوریې او ترکیې اتباع دي.