د لیتوانیا او بېلاروس ترمنځ د سرحدي دېوال جوړېدو کار پای ته رسېدلی. ارشیف انځور: رویترز
د لیتوانیا او بېلاروس ترمنځ د سرحدي دېوال جوړېدو کار پای ته رسېدلی. ارشیف انځور: رویترز

لیتوانیایي چارواکو د دوشنبې په ورځ له بېلاروس سره پر پوله د خنډونو د جوړېدو کار د پای ته رسېدو خبر ورکړ. دغه دېوال له بېلاروس څخه لیتوانیا ته د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

د لیتوانیا چارواکو پرون دوشنبه د اګست ۲۹مه وویل چې له بېلاروس سره یې پر پوله د خنډونو د جوړولو کار پای ته رسولی دی. په وینا یې دغه کټارې او ازغن تارونه چې څلور متره لوړوالی او ۵۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د لیتوانیا او بېلاروس پر پوله د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.

د لیتوانیا لومړۍ وزیرې انګریدا سیمونیت رسنیو ته ویلي دي چې د خنډونو «د جوړولو چارې سل سلنه بشپړې شوې دي». آغلې سیمونیت زیاته کړې ده چې د پولې پاتو برخو کې (۱۵۰ کیلومتره) د سمندرو او ولاړو اوبو د شتون له امله د خنډونو د جوړولو کار «له تخنیکي پلوه ناشونی» دی.

سږ کال تر دې دمه نږدې ۴۲۰۰ کډوالو چې ډېری یې د منځني ختیځ او افریقایي هېوادونو دي له بېلاروس څخه ځانونه لیتوانیا ته رسولي دي.

لویدیځ هېوادونه پر بېلاروس تور لګوي چې له روسیې سره یو ځای کډوالو ته دا زمینه برابروي چې اروپایي هېوادونو ته خان ورسوي، خو بېلاروس بیا دغه ادعا ناسمه بولي.

له دې وړاندې لیتوانیا په وار وار په دې تورنه شوې چې کډوال له خپلو پولو څخه په شا تمبوي. خو د لیتوانیا لومړۍ وزیره وایي چې دا پالیسي به تعقیبوي. که څه هم نوموړې په دې برخه کې د قانوني حل لارو د موندلو خبر ورکړی، خو زیاته یې کړې ده چې ښایي نړیوال قانون به ورته ستونزې جوړې کړي. هغې ویلي دي: «موږ باید دې برخه کې ډېر زیار وباسو.»

بیا ولولئ: لیتوانیا وایي ناقانونه مهاجر پر شا تمبوي

په تېرو څو وختونو کې یو ځل بیا د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې لیتوانیا ته د اوښتو هڅه کوي. د لیتوانیا ساحلي ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ دغه هېواد ته د ۱۲۵ کډوالو د داخلېدو مخه ونیوله چې سږ کال تر دې دمه لیتوانیا ته د اوښتونکو کډوالو تر ټولو لوی شمېر دی.

د دغه هېواد ساحلي ځواکونه وایي چې د بېلاروس سرتېري کډوالو ته لیتوانیا ته د اوښتو زمینه برابروي. د لیتوانیا د ساحلي ځواکونو قومندان رستماس لیوباجېواس په حواله بېلاروسي سرتېري «په فعاله توګه د خنډونو د ویجاړولو هڅه کوي». هغه ویلي دي چې دوی جولای میاشتې له پیل راهیسې د خنډونو د ویجاړېدو ۹۵ پېښې ثبت کړې دي.  

 

نورې ليکنې