د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ و اروپا ته د مهاجرت د امکاناتو بهتره کولو او په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتونې د عادل نظام غوښتنه وکړه.

اولاف شولڅ د اروپا په تړاو سياست په ترڅ کي په خپله بنيادي وينا کي پر دې ټينګار وکړ چي اروپا ته د مهاجرت امکانات بايد بهتر کړل شي. نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست ۲۹مه) په پراګ کي وکړې. 

شولڅ په اروپا کي د يو «عادل او د بحرانونو په وړاندي د يو مضبوط پناه غوښتني د نظام» غوښتنه وکړه. خو هغه په عيني حال کي د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو د ساتني د بهتره کولو خبره هم وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چي البته د اتحاديې د باندنيو پولو ساتنه بايد د قانوني دولتدارۍ د معيارونه په چوکاټ کي وشي.

شولڅ وويل چي اروپا په نړۍ کي لا تر اوسه هم د مليونونو انسانانو لپاره د ارمانونو يو هدف دی. شولڅ خپله دغه وينا د پراګ په کارلس پوهنتون کي واوروله. د آلمان صدراعظم وويل چي له دې وروسته به هم د نړۍ له نورو برخو څخه انسانان اروپا ته مخه کوي. د هغه په وينا دا به هغه انسانان وي چي «له تاوتريخوالي او جګړې څخه د پناه غوښتنې او د کار او بهتره ژوند په تلاښ» به اروپا ته راځي.

د آلمان د صدراعظم په وينا اروپا و مهاجرت ته اړتيا لري. هغه په دې ترڅ کي د اروپا په هوايي ډګرونو، روغتونونو او په اقتصاد کي د مسلکي کسانو له کمښت څخه يادونه وکړه. هغه وويل «له دې کبله بايد موږ مخکي له مخکي پلان ولرو، پر ځای د دې چي د پېښې وروسته غبرګون وکړو. دا په دې معنی چي غير اصولي مهاجرت بايد راکم او قانوني مهاجرت ته امکانات زيات کړل شي.»

شولڅ په ښکاره توګه د دې غوښتنه وکړه چي له اروپايي اتحاديې څخه د دباندي هيوادونو و اتباعو ته و اروپا ته د راتلو امکان برابرول بايد د غيراصولي مهاجرت و کمولو ته د ژمنتيا سره مشروط وي. هغه په شينګن ساحه کي د کرويشيا، رومانيې او بلغاريې د ور اضافه کېدو ملاتړ وکړ.

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال اولاف شولڅ غوښتنه وکړه چي قبول شوي پناه غوښتونکي بايد له پنځو کالو وروسته د اروپايي اتحاديې په بل هيواد کي هم د کار د تلاښ اجازه ولري. هغه زياته کړه چي په عيني حال کي بايد د ناوړه ګټه اخيستې مخه بايد ونيوله شي. هغه وويل چي د مثال په توګه هغه وخت چي له سره و کار کولو ته هيڅ اراده موجوده نه وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې