د اروپا د بشري حقونو محکمې هنګري د یوې افغانې کورنۍ د زنداني کولو په تور ۱۵۰۰۰ یورو جریمه کړې ده. محکمې ویلي دي چې د هنګري حکومت په ۲۰۱۸ کې دغه څلور کسیزه کورنۍ د روزکې ترانزیت زون کې زنداني کړې او د کورنۍ پر مشر یې هم د خوړو وېشل بند کړي وو.
د هنګري د بشري حقونو د څار اداره یا د هېلسینکي کمیټه وایي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره چهارشنبه د اګست ۲۴مه هنګري د ۲۱۱ ورځو لپاره د روزکې په ترانزیت زون د یوې افغانې کورنۍ د بندي کولو او ورسره د غیر انساني چلند په تور ۱۵۰۰۰ یورو جریمه کړه.
ټاکل شوې ده چې دغه پیسې یادې کورنۍ ته ورکړل شي.
صربیا کې تر اوږد انتظار وروسته، د ۲۰۱۸ د اپریل په ۲۳مه دغه افغانې کورنۍ ته اجازه ورکړل شوه چې د هنګري روزکې زون ته ولاړه شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.
د یادې کورنۍ مشر چې افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه د طالبانو د ګواښ له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی و. د نوموړي مېرمن چې هغه وخت ۳۰ کلنه وه له روغتیایي ستونزو سره مخ وه او رواني خدماتو ته یې اړتیا درلوده. همداراز هغه کانتینر کې چې دوی پکې اوسېدل، د یادې کورنۍ د تر ټولو کوچني غړي لاس مات شوی و.
بیا ولولئ: د اروپا د بشري حقونو محکمه: هنګري له یوې مهاجرې کورنۍ سره په غیر انساني چلند تورنه شوې
که څه هم هغه وخت د اروپا د بشري حقونو محکمې د هېلسېنکي کمیټې تر شکایت وروسته هنګري ته هدایت ورکړی و چې یادې کورنۍ ته مناسبه سرپناه برابره کړي او روغتیایي چارو ته یې رسیدنه وکړي، خو د هنګري چارواکو د خپل مسولیت له ادا کولو ډډه وکړه.
لږ وروسته چارواکو نوموړې کورنۍ هغه زون ته ولېږدوله چې اخراجېدونکو کسانو ته ځانګړی شوی و. همدارنګه دوی د نږدې یوې اونۍ لپاره د کورنۍ پر مشر د خوړو وېشل بند کړل. خو د اروپا د بشري حقونو محکمې بیا پر هنګري امر وکړ چې د کورنۍ مشر ته یې خواړه ورکړي.
یاده کورنۍ چۍ اوس په جرمني کې اوسېږي، بالاخره د ۲۰۱۸ د نومبر پر ۱۹مه د محکمې د حکم پر اساس له ترانزیت زون څخه خوشې شوه.
په ورته مهال د هېلسېنکې کمېټې مدافع وکیلې باربارا پوهارنوک د دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا تصمیم ښيي چې چارواکي او محکمې باید د پناه غوښتونکو لومړنیو حقونو ته پاملرنه وکړي او د کډوالو له غیر قانوني بندي کولو ډډه وکړي.