ترکیه وایي چې د روان کال له پیل راهیسې یې نږدې ۷۴ زره «غیر قانوني» کډوال اخراج کړي دي چې په ډله کې یې زیات شمېر افغانان هم دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ترکي چارواکو د روان کال له پیل راهیسې ۷۳ زره ۸۳۶ «غیر قانوني» کډوال اخراج کړي دي. د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي دي چې یوازې د اګست له ۱۹ تر ۲۵مه پورې ۲۳۸۳ مهاجر له دغه هېواد څخه اخراج شوي دي چې ۱۸۴۷ تنه یې افغانان دي.
راپور کې راغلي دي چې ترکي چارواکو د ۲۰۲۲ له جنورۍ راهیسې دغه هېواد ته د ۲۰۰ زره ۸۹۷ سند نه لرونکو کډوالو د اوښتو مخه نیولې ده. زیاته شوې ده چې یوازې د اګست په وروستۍ اوونۍ کې چارواکو ترکیې ته د ۵۰۵۲ کډوالو د داخلېدو مخنیوی کړی دی.
بیا ولولئ: له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو دوام: د یوه اخراج شوي افغان کیسه
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زیات شمېر افغانان د ګواښونو، وزګارۍ او پر ازادیو د لګول شویو بندیزونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه مهاجر هڅه کوي چې اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ګاونډي هېواد ایران له لارې ترکیې ته واوړي، خو ډېری وختونه له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون چهارشنبه د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې ایراني او ترکي امنیتي ځواکونو په وار وار سره هغه افغانان چې هڅه یې درلوده دغو هېوادونو ته واوړي له خپلو پولو بېرته شړلي دي. یادې ادارې ویلي چې دوی د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د ۱۱ او همدارنګه د ترکیې د امنیتي ځواکونو له لوري د ۳ افغان کډوالو د وژنې پېښې ثبت کړې دي.
بیا ولولئ: رپوټ: ترکي او ایراني چارواکو ۱۴ افغان مهاجر وژلي
بل پلو بیا له تېرو څو میاشتو راهیسې له ترکیې څخه افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د اخراج په شمېر کې هم په بې سارې توګه ډېروالی راغلی دی چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په حواله په روان میلادي کال کې تر اوسه کابو ۴۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.