د هنګري یوه سرحدي پوسته. ارشیف انځور: پېکچر الاینز، ز. ګېرګلي کلمن
د هنګري یوه سرحدي پوسته. ارشیف انځور: پېکچر الاینز، ز. ګېرګلي کلمن

رومانیايي چارواکي وایي چې د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو په درېو لاریو کې سپاره ۷۲ کډوال نیولي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې افغانان هم دي.

د رومانیا سرحدي ځواکونو د دغه هېواد په وارساند، نادلاک ۱ او نادلاک ۲ سرحدونو کې د ۷۲ کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی چې په درېو لاریو کې سپاره وو.

د نادلاک ۲ سرحدي پولیسو د جمعې په ورځ په یوه لارۍ کې سپاره د افغانستان، هند، بنګله دېش او سوریې ۴۱ اتباع نیول دي. لارۍ چلوونکي چې د بلغاریا او ترکیې اتباع دي چک جمهوریت او پولنډ ته اوسپنه انتقالوله.

د یو بل خبر له مخې د نادلاک ۱ پولیسو د تېرې جمعې په ورځ په یوه بله لارۍ کې چې هنګري ته یې میوې انتقالولې د عراق او سوریې ۲۰ اتباع نیولي دي.

همدارنګه د رومانیا د ورساند سیمې پر پوله په یوه لارۍ کې ۱۱ هندي او نیپالي کډوال نیول شوي دي.

ډېری کډوال هڅه کوي چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه له رومانیا او یا صربیا څخه هنګري ته واوړي. د هنګري چارواکو د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې په روان کال کې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده.

 

نورې ليکنې