د یونان او ترکیې ترمنځ سرحدي دېوال. انځور: پېکچر الاینز
د یونان او ترکیې ترمنځ سرحدي دېوال. انځور: پېکچر الاینز

یوناني چارواکي وایي چې سږ کال تر دې دمه دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره «غیر قانوني» کډوالو د اوښتو مخه نیول شوې ده. د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي دي چې یوناني ځواکونو یوازې په اګست میاشت کې یونان ته د ۵۰ زره کډوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي پرون یکشنبه یونانۍ ورځپاڼې الفتېروس تیپوس ته وویل چې یوناني ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې دغه هېواد ته د ۱۵۴۱۰۲ کډوالو د اوښتو مخه نیولې ده. هغه زیاته کړې ده چې یوازې په اګست میاشت کې ۵۰ زره «غیر قانوني» کډوالو هڅه درلوده چې یونان ته ځان ورسوي، خو مخه یې ونیول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا تېره میاشت د دغه هېواد او ترکیې ترمنځ اوروس سیمه کې د پولې په اوږدو کې د اسپنیز دېوال د جوړېدو پرېکړه وکړه. د دغې پرېکړې له مخې یونان به له ترکیې سره پر پوله دېوال ۸۰ کیلومتره نور هم اوږد کړي.

یوناني چارواکو دغه راز خپلو سرحداتو کې د عصري کمرې د لګولو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې ۲۵۰ تنه نور سرحدي سرتېري به هم پولې ته واستوي.

هر کال زرګونه افریقایي کډوال او یا د منځني ختیځ د هېوادونو اتباع اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه یونان ته د ورتګ هڅه کوي. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې له ترکیې څخه د اوروس او یا اژې سمندر له لارې یونان ته ځان ورسوي.

د کډوالو پر شا تمبولو پېښې

خیریه سازمانونو په وار وار سره پر یونان تور لګولی دی چې کډوال یې په ناقانونه طریقه د ترکیې پر لور شړلي دي، خو یونان بیا دا ادعاوې ردوي. میتاراچي خپله مرکه کې د کډوالو د په شا تمبولو پېښې رد کړې او ترکیه یې پر دې تورنه کړې ده چې «مهاجر د یونان پر لور استوي».

بیا ولولئ: د یونان د کډوالو وزیر: «کډوال ضرورت نه لري چې یونان ته راشي ځکه ترکیه یو امن هیواد دی»

اتن تېره میاشت پر ترکیې تور لګولی و چې د کډوالو یوه ډله یې په اوروس سمندر کې واقع د یونان یوه کوچني ټاپو ته استولې ده. هغه وخت سازمانونو ویلي وو چې له ډلې څخه یوې ۵ کلنۍ ماشومې د لړم د چیچل کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو میتاراچي بیا پرون یکشنبه وویل چې دغه کورنۍ وایي چې څلور ماشومان لري او ټول ماشومان یې د یوناني ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

په ورته مهال د اجېن بوت رپورټ سازمان ویلي دي چې تېره اګست میاشت د یوناني ځواکونو له خوا د کډوالو د کښتیو د شا تمبولو له امله «هره ورځ په متوسطه توګه ۱۰۰ کډوال په بېړیو کې ایسار پاتې» وو. د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي دي چې هغه مهاجر چې د سمندر له لارې یونان ته د اوښتو هڅه کوي، یوازې لس سلنه یې کولی شي چې یوناني ټاپوګانو ته ځان ورسوي.


 

نورې ليکنې