د بریتانیا په محکمه کې یو شمیر وزیرانو په رونډا کې د کډوالو د ناوړه بشري وضعیت او په ناقانونه د یو شمیر افغانانو د بیرته ستنولو په اړه خبرداری ورکړ. په ورته مهال لندن کې له محکمې د باندې یو شمیر خلک د اعتراض په ډول راټول شوي و او روانډا ته د کډوالو د استولو په اړه يي د حکومت پر سیاستونو نیوکه کوله.
لندن کې د بریتانیا د شاهي محکمې ناسته کې چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۵ مه جوړه شوې وه، وکیلانو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) لخوا د روانډا په هوايي ډګرونو او له هغه ځایه بیرته پناه غوښتونکي خپلو هیوادونو ته د استولو په اړه یو شمیر خطرناک شواهد او اسناد وړاندې کړل. دغه اسناد د دې ښودنه کوي چې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په برخه کې په ښکاره ډول جرم ترسره شوی.
د بریتانیا مارننګ سټار خبري ویبپاڼې لیکلي چې د محکمې د اوریدو په ناسته کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د روان کال په اپریل کې، کورنیو چارو وزارت ته د دوو افغانانو د قضیو په اړه خبر ورکړی و چې په مارچ میاشت کې د رونډا په یوه هوايي ډګر کې له رسیدو وروسته دوې ته د پناه غوښتنې حق نه و ورکړل شوی او بیرته اخراج شوي و.
UNHCR ویلي و چې دغو افغانانو د پناه غوښتنې لپاره قوي اسناد هم درلود چې یو يي له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی و.
له دې سره سره او همدارنګه د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې له هڅو سربیره دغه دوه افغانان په الوتکو کې له روانډا څخه وویستل شو چې په پایله کې دوې بیرته افغانستان ته واستول شول.
د دغو افغانان پناه غوښتونکو سربیره ملګري ملتونو داسې قضيي موندلې چې د لیبیا، سوریې،یمن او یو شمیر نورو هیوادونو پناه غوښتونکي په روانډا کې د پناه غوښتنې له حقونو څخه محروم شوي.
د یادولو ده چې د بریتانیا حکومت داسې یو پلان جوړ کړی چې له مخې يي هغه پناه غوښتونکي چې په ناقانونه ډول د کښتیو له لارې بریتانیا ته ورځي، رونډا ته استول کیږي. د حکومت دغه پریکړه په بیرتیانیا کې د کډوالۍ د ملاتړ ادارو او د بشري حقونو د سازمانونو له سختې نیوکې سره مخامخ شوې.
نور ولولئ: له بریتانیا څخه رونډا ته د کم عمره کډوالو د استولو په اړه اندیښنې
د روانډا حکومت هغه تورونه نه مني چې ګواکې پناه غوښتونکي يي بیرته خپلو اصلي او یا نورو هیوادونو ته استولي دي خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره بیا دغه خبره نه مني.
رضا حسین چې د معترضینو استازیتوب کوي محکمې ته وویل، شواهد ښيي چې دا قضيې « اشتباه» نه بلکې « خورا لویه ستونزه» ده او کیدای شي د پناه غوښتونکو لپاره چې د بریتانیا-روانډا د توافق له مخې اخراج کیږي خورا ناوړه پایلې ولري.
د محکمې د اوریدنې مجلس کې رضا حسین وویل چې روانډا کې یو اسبتدادي حکومت حاکم دی چې په مکرر ډول سیاسي مخالفین زنداني او شکنجه کوي. نوموړی وايي چې د کډوالو په ګډون ټول هغه خلک چې د حکومت له امر څخه سرغړونه وکړي د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.
بل پلو بیا د کورنیو چارو وزرات دغه ادعاوې نه مني او وايي هر څوک چې روانډا ته استول کیږي د پناه غوښتنې یو « خوندي او غیزمن» تګلاره به ولري.
روانډا ته د کډوالو د استولو پر وړاندې اعتراض
په ورته مهال د دوشنبې په ورځ د کاګر ګوند غړو په ګډون ګڼ شمیر معترضین لندن کې د محکمې د باندې راټول شوي و او د کورنیو چارو وزرات د هغې پریکړې مخالفت يي کاوه چې له امله يي پناه غوښتونکي روانډا ته استول کیږي.
د بریتانیا د کارګر ګوند یو شمیر غړي د داوړو هیوادو پر دغه توافق سخته نیوکه وکړه او ويي ویل چې دغه توافق د کډوالو پر رواني حالت خوار اغیز کړی.د دغه ګوند یو غړی بت وینتر د حکومت دغه پریکړه «وحشیانه، له کرکې ډک او غیر اخلاقي» و بلل.
د یادولو ده چې د حکومت د دغه جنجالي پریکړې په اړه به د محکمې مجلس پنځه ورځې دوام وکړي.