یوه بریتانوۍ سازمان په خپل یو راپور کې ویلي چې روانډا ته د اخراج ګواښ، د کډوالو رواني روغتیا له جدي ګواښ سره مخامخ کړی. دغه سازمان ویلي چې حتی د کډوالو په منځ کې د ځان وژنې هڅې هم ډیرې شوې دي.
په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر په لومړی تاریخ بریتانیا کې د Medical Justice روغتیايي سازمان لخوا نشر شوی پر کډوالو رونډا ته د اخراج د ګواښونو رواني پایلې ارزول شوي. دغه راپور د هغو ۳۶ کډوالو وضعیت ارزولی چې روانډا ته د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.
ټاکل شوې وه چې د جون په ۱۴ مه، دغه کډوال له بریتانیا څخه روانډا ته واستول شي خو د اروپا د بشري حقونو محکمې د دغه کار مخه و نیوه او دايي یو ناقانونه ګام و باله.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال چې له سوریې، ایران، عراق، اریتریا، ویتنام، مصر او البانیا څخه کډوال شوي، له وړاندې بریتانیا ته د رسیدو لپاره له ګڼو ګړاوونو سره مخامخ وو.
د دغو کډوالو له ډلې ۲۶ تنه يي بریتانیا ته له رسیدو مخکې له شکنجې سره مخامخ شوي. ۱۵ تنه نور يي له رواني فشار او ۶ تنه يي د انساني قاچاق قرباني شوي و.
د ځان وژنې هڅې
د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې د یو شمیر کډوالو په منځ کې د ځان وژنې هڅې وروسته له هغه ډیرې شوې چې روانډا ته يي د اخراج خبر ترلاسه کړی. راپور کې ویل شوي چې ۱۱ تنه کډوال د اداري بند پر مهال د ځان وژنې په اړه فکر کړی او یوتن د ځان وژنې هڅه کړې.
د جون په میاشت کې یو شمیر سازمانونه د هغو کډوالو د ځان وژنې په اړه خبردارۍ ورکړی و چې روانډا ته د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي. هغه مهال یوې ایرانۍ میرمنې چې د ځان وژنې هڅه يي کړې وه بیرته وژغورل شوه او همدارنګه یو افغان هم د ځان وژنې هڅه کړې وه.
نور ولولئ: له بریتانیا څخه رونډا ته د کم عمره کډوالو د استولو په اړه اندیښنې
یاد سازمان دغه حالت له رواني اړخه د کډوالو راتلونکي لپاره خورا خطرناک بولي او وايي چې د کډوالو رواني اضطراب لاپسې ډیروي.
یو شمیر سازمانونه په دې باور دي چې روانډا ته د کډوالو اخراج په دې معنی ده چې دوې بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیږي ځکه دغه افریقايي هیواد د کډوالو لپاره یو خوندي ځای نه دی.
یادو ستونزو ته په پام سره، د Medical Justice سازمان د ټولو هغو کډوالو د چټک آزادولو غوښتنه کړې چې روانډا ته د اخراج له خطر سره مخامخ دي. د دغه سازمان مسولین د بریتانیا له حکومت څخه داهم غوښتي چې روانډا ته دې د اخراج لړۍ و دروي.
لندن کې د بریتانیا د شاهي محکمې ناسته کې چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۵ مه جوړه شوې وه، وکیلانو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) لخوا د روانډا په هوايي ډګرونو او له هغه ځایه بیرته کډوال خپلو هیوادونو ته د استولو په اړه یو شمیر خطرناک شواهد او اسناد وړاندې کړل. دغه اسناد د دې ښودنه کوي چې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په برخه کې په ښکاره ډول جرم ترسره شوی.
نور ولولئ:له روانډا څخه په ناقانونه ډول د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه اندیښنې
د لندن محکمې به د روانډا د کډوالو د اخراج په اړه راتلونکو څلورو ورځو کې خبرې وکړې.
په ورته مهال د محکمې د باندې نن دوشنبه ګڼ شمیر سازمانونه او د کډوالۍ د ملاتړ ادارې د اعتراض په ډول راټول شوې وو او د روانډا د اخراج د پروسې د درلو غوښتنه يي کوله.