آرشيف انځور ـ اوکرايني مهاجر په آلمان کي
آرشيف انځور ـ اوکرايني مهاجر په آلمان کي

د آلمان يو شمېر ايالتونو او ښارواليو ويلي دي چي د مهاجرو لپاره په کافي اندازه د سرپټي د ځايونو او کورونو موندلو په ترڅ کي د لويو ستونزو سره مخامخ دي.

د هغه وروسته چي د کرونا له کبله لګول سوي سفري بنديزنه بېرته ليري کړل سوي دي، نو آلمان د نوو مهاجرو په راتګ کي هم زياتوالی راغلی دی. د آلمان خبري آژانس له خوا تر سره سوي يوې نظر پوښتني ښودلې ده چي په زياته د کال په لومړۍ برخه کي د اوکراين د مهاجرو په راتګ سره په آلمان کي د سرپټي د ځايونو کمښت لا جدي سوي دی.

د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير ويلي دي: «په بايرن کي د پناه غوښتونکو لپاره ځايونه تر اندازې زيات تر فشار لاندي راغلي دي.» د دغه وزير په وينا په دغه ايالت کي لا تر اوسه هم تازه رارسېدونکي اوکراين مهاجر هوټلونو ته لېږدول کيږي.

د آلمان د بادن ويورتمبېرګ ايالت د مهاجرت وزارت ويلي دي چي د هغه باوجوده چي د سرپناه د نوو ځايونو د جوړولو پروسه لا ادامه لري، د مهاجرو لپاره په ځانګړو ځايونو کي امکانات د مني له موسم څخه تر مخه لا تر حد اکثر فشار لاندي راغلي دي. په برانډنبورګ ايالت کي دمګړی دوه اضطراري د سرپټي لوی ځايونه کار کوي. د برلين ايالت هم د لا اضافي سرپټي ځايونو تلاښ ته ادامه ورکوي او کوښښ کوي چي اوس په بعضو ليليو کي هم مهاجر ځای پر ځای کړي. له برلين څخه ويل سوي چي دغه ايالت کوښښ کوي چي په شته مهاجر کمپونو او ځايونو کي دننه د لا زياتو انسانانو د ځايولو د امکاناتو پر زياتولو غور کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د روان عيسوي کال په لومړيو ۷ اونيو کي په آلمان کي ۱۱۳۱۷۱ د پناه غوښتني سوي دي چي ورڅخه تر ۱۷ فيصدو زياته برخه يې له سره د پناه غوښتنې دي. دا ډول پناه غوښتني د هغو کسانو له خوا سوي دي چي پ هيواد کي يې وضعې تغير خوړلی دی او هيله لري چي د دې واري به د پناه غوښتني مثبت جواب ترلاسه کړي. له ياد شمير څخه ۹۸۵ زره د پناه نوي غوښتني دي. دا په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال د په اصطلاح مهاجرت د بحران پر وخت سوو پناه غوښتنو څخه کم شمير دی.

خو و يادو پناه غوښتنو ته له اوکراين څخه د راغلو مهاجرو شمېر هم شامل سوی دی. د اوکراين مهاجرو ته بېله د پناه غوښتنې په آلمان کي محافظت ورکول کيږي او د هغوی شمېرې له پناه غوښتونکو څخه بيلي دي. په اوکراينۍ ډله کي اکثره مېرمني او ماشومان دي. د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د آلمان د ځانګړي فدرالي آژانس بامف په وينا د روان عيسوي کال د اګست مياشتي تر ۲۶مي نېټي پوري په آلمان کي ۹۸۵ زره اوکراينيان ثبت ول. خو اټکل کيږي چي له دغو څخه زيات شمېر يې بېرته له آلمان څخه وتلي دي. 

د زاکسن انهالټ ايالت تر څنګ نور ايالتونه او ښارونه هم د آلمان له مرکزي حکومت څخه هيله لري چي ورسره کومک وکړي. د آلمان مرکزي حکومت وايي چي د هغه راهيسي چي روسيې پر اوکراين بريد کړی دی، د آلمان مرکزي حکومت و ايالتي حکومتونو ته يو شمير خپلې ودانۍ بېله کرايې سپارلي دي. هغه د دې لپاره چي ايالتونه پکښي مهاجرو ته ځای ورکړلای سي. د بيليفېلډ ښار چارواکو ويلي دي چي د آلمان د مرکزي حکومت ياد اقدام په ياد ښار کي د مهاجرو لپاره د سرپناؤ د کمښت په ستونزه کي تر يوې اندازې سهولت رامنځته کړی دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې