لیز ټرس په بلفست کې. ۱۷ اګست ۲۰۲۲. انځور: رویټرز
لیز ټرس په بلفست کې. ۱۷ اګست ۲۰۲۲. انځور: رویټرز

لیز ټرس چې پرون سه شنبه د سپټمبر ۶ د برېتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه کار پیل کړ، د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسون په څېر د کډوالو پر وړاندې سخت سیاست لري. تمه کېږي چې نوموړې به د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو پر وړاندې د بوریس جانسون سیاست ته ادامه ورکړي.

محافظه کاره سیاستواله لیز ټرس پرون سه شنبه د سپټمبر ۶ د برېتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه کار پیل کړ. نوموړې له مارګرېت تاچر او تیرېزا مې وروسته د برېتانیا درېمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.

لیز ټرس چې ۴۷ کلنه ده او ژمنه یې کړې چې «د یوې محافظه کارې په څېر به حکومت» وکړي ویلي دي چې لومړیتوب به یې د مالیاتو کمول وي. نوموړې په داسې حال کې د برېتانیا لومړۍ وزیره ټاکل کېږي چې دغه هېواد له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی او د انفلاسیون کچه په کې ۱۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

تمه کېږي چې دغه محافظه سیاستواله به د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو په هکله د برېتانیا مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسون سیاست تعقیب کړي. لیز ټرس د کډوالو پر سر د رونډا او برېتانیا ترمنځ تړون تاییدوي او ژمنه یې کړې ده چې ډېر ژر به د دغه تړون عملي کولو کې اقدام وکړي.

نوموړې چې مخکې له دې د برېتانیا د بهرنیو چارو، مشترک المنافعو او پرمختګ وزیره وه په دې تورنه شوې وه چې د بشري حقونو په هکله د یوه راپور د خپرېدو مخه نېولې ده. په دغه راپور کې د افریقایي هېواد رونډا پر وضعیت نیوکه شوې وه.

بیا ولولئ: بریتانیا: رونډا ته د استولو ګواښ کډوال له سختو رواني ستونزو سره مخامخ کړي

د برېتانیا قضا د دوشنبې په ورځ د هغو سازمانونو د استیناف غوښتنو ارزول پیل کړل چې د رونډا او برېتانیا د تړون پر وړاندې د لندن سترې محکمې ته وړاندې شوې وې. د برېتانیا حکومت تېر اپریل د غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې په موخه له رونډا سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتونکي کډوال دغه افریقایي هېواد ته استول کېږي.

ټاکل شوې وه چې د جون میاشتې په ۱۴مه د کډوالو یوه ډله له برېتانیا څخه رونډا ته واستول شي، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې په وروستیو شېبو کې د دغه پرواز مخه ونیوله او د برېتانیا له قضایي سیستم څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد تړون مشروعیت دې وارزوي.

له دغې پرېکړې وروسته د برېتانیا حکومت پارلمان ته د «بل آف رایټز» په نامه یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې به یې حکومت وکولی شي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې له ورته پرېکړو څخه سرغړونه وکړي. دغه لایحه همداراز د مجرمو کډوالو د اخراج شرایط اسانوي.

د برېتانیا نوې لومړۍ وزیره چمتو ده چې له هغو هېوادونو سره هم خبرې وکړي چې غواړي د رونډا په شان له برېتانیا څخه غیر قانوني مهاجر ومني.

نوموړې سوېلا برېورمن چې تر دې دمخه د حکومت قضایي سلاکاره وه د پریتي پاتل پر ځای د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په توګه ګومارلې ده. دغه هندي الاصله سیاستوالې ویلي دي چې هغه یوازنی کس ده چې کولی شي په وړوکو کښتیو کې برېتانیا ته د کډوالو د راتګ مخه ونیسي. سوېلا برېورمن تېر مارچ په یوه ټلویزیوني بحث کې د برېتانیا پر پولو د امنیتي تدابیرو د ټینګېدو غوښتنه کړې وه.

د یادولو ده چې د روان میلادي له پیل راهیسې تر ۲۷ زره کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. چارواکي اټکل کوي چې د کال تر پایه پورې به د دغو کډوالو شمېر ۶۰۰۰۰ تنو ته ورسېږي.

 

نورې ليکنې