په برلين کي د اوکراين مهاجر
په برلين کي د اوکراين مهاجر

د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالتي حکومت ګواښ کړی دی چي د اوکرايني مهاجرو منل به ودروي. دغه ايالت وايي د مهاجرو لپاره په کافي اندازه امکانات نه لري.

د نارد راين ويستفالن (NRW) ايالت حکومت ورباندي د اوکرايني مهاجرو د شمېر زياتېدو له کبله د نورو مهاجرو د نه منلو ګواښ کړی دی. دغه ايالت د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته په يو ليک کي ليکلي دي چي په دغه ايالت کي په نژدې تيرو وختونو کي وضعه ډېره کړکېچنه سوېده.

د مهاجرو لپاره د دغه ايالت د وزارت سکرتر په ليک کي د وضعې د کړکېچنېدو يو لامل دا بللی دی چي «بعضي نورو ايالتونو د مهاجرو د پرتليز کم شمېر لرلو باوجوده له اوکراين څخه د مهاجرو پر منلو بنديز لګولی دی چي له کبله يې اوکرايني مهاجر نارد ويستفالن ته لېږدول کيږي.» په دې تړاو معلومات د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر) ورکړل سول. په دې تړاو د «بيزنيس اينسايډر» له خوا هم راپور ورکول سوی ؤ.

د دغه ايالت ياد سکرتر لورېنڅ باهر د کورنيو چارو وزارت ته په خپل ليک کي ليکلي دي چي د څو اونيو راهيسي و دغه ايالت ته د اوکراين مهاجرو راتګ ادامه لري.

د هغه په وينا ايالت يې مخ په وړاندي هم خپلو بشري مسؤليتونو او د ټولو محافظت مستحق کسانو منلو ته ژمن دی، په زیاته د اوکراين د مهاجرو په وړاندي. د باهر په وينا دمګړی د دوی د ايالت تر څنګ صرف بادن ويورتمبېرګ او زارلاند هغه دوه يوازني ايالتونه دي چي اوکرايني مهاجرو ته پرانستي دي. په وينا يې په دې توګه د آلمان صرف درې ايالتونه دمګړی د اوکراين مهاجر مني.

باهر ويلي دي چي که وضعيت همداسي پاته سي نو اټکل کوي چي د رواني اونۍ په آخر کي به د دغه ايالت هغه امکانات چي مهاجرو ته ځای ورکړي پای ته روسيږي. دغه ايالت له نورو ايالتونو څخه د پېوستون غوښتنه هم کړېده. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې