د فرانسې په کالې ښار کې کډوال. ارشیف انځور: رویټرز
د فرانسې په کالې ښار کې کډوال. ارشیف انځور: رویټرز

د فرانسې د بولونی سور مېر محکمې د سه شنبې په ورځ یو عراقی کډوال په ۱۸ میاشتو بند محکوم کړ. نوموړی هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شو چې په یوه لارۍ کې یې ۲۵ کډوال انتقالول.

د بولونی سور مېر محکمې د سه شنبې په ورځ د سپتمبر ۶مه یو ۲۸ کلن عراقی په ۶ میاشتو تنفیذي او ۱۲ میاشتو تعلیقي بند محکوم کړ. د لا وا دو نور ورځپاڼې په حواله، محکمې دغه راز پرېکړه کړې ده چې نوموړی درې کاله د فرانسې خاورې ته د داخلېدو اجازه نه لري.

دغه عراقی د تېرې اګست میاشتې په ۲۵مه کالې ته نږدې پوپلنګ سیمه کې هغه مهال ونیول شو چې د فرانسې امنیتي ځواکونو یې په موټر کې ۲۵ کډوال وموندل.

نوموړي د محاکمې په ترڅ کې وویل چې یوه قاچاق وړونکي ورته ویلي وو چې د کډوالو د انتقال په بدل کې به هغه له پیسو پرته برېتانیا ته لېږدوي.

د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه د اروپایي هېوادونو د مهاجرتي پالیسو لومړیتوب بلل کېږي. د فرانسوي سیاستوالو په ګډون د اروپایي هېوادونو چارواکي په معموله توګه د مهاجرو د انتقال مسولیت پر جرمي ډلو اچوي. خو د اسناد نه لرونکو کډوالو لپاره د همغږۍ نړیوال پلټفورم د جولای میاشتې په وروستیو ورځو کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې د «قاچاق وړونکي» اصطلاح باید په سمه توګه تعریف شي.

بیا ولولئ: «ډېری هغه کسان چې د قاچاق تور پرې لګول کېږي، غواړي چې د خپلو خپلوانو ژوند وژغوري»

د یاد پلټفورم د مهاجرتي سیاست کارپوهې مارتا ګیونکو کډوال نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې «د اروپا په هره هېواد کې د قاچاق وړونکي کلیمه بېله مانا لري او په سمه توګه تعریف شوې نه ده».

په وینا یې: «ډېری هغه کسان چې د قاچاق تور پرې لګول شوی دی، غوښتل یې چې خپل ژوند او یا د خپلو خپلوانو ژوند وژغوري.»

هغه زیاته کړې وه: «د بېلګې په توګه، په هالنډ کې درې وروڼه چې د خپلې کورنۍ د الحاق غوښتنې له رد کېدو وروسته یې د خپل پلار، مور او خور د سفر لګښت ورکړی و، د محکمې له خوا محکوم شول.»

 

نورې ليکنې