آلمان د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ دی
آلمان د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ دی

د کار د بازار په تړاو تحقيق کوونکي يو کارپوه ويلي دي چي آلمان دي هغو کسانو ته هم په آلمان کي د کار کولو اجازه ورکړي چي بريليکونه يې په رسميت نه دي پېژندل سوي.

اېنڅو وېبر چي د کار د بازار او کسبونو د څېړنيز مرکز سره کار کوي. هغه وايي چي په آلمان کي د مسلکي کسانو و کمښت ته د حکومتي جواب په ترڅ کي دي هغو بهرنيانو ته هم د کار قراردادونه ورکړي چي په آلمان کي يې بريليکونه په رسميت نه وي پېژندل سوي. د وېبر په وينا دغو کسانو ته بيا په آلمان کي د کار کولو تر څنګ د مسلکي زدکړو له لاري سندونو د ترلاسه کولو او ژبي د زدکړي امکان برابر کيدلای سي. نوموړي دا څرګندونې و «راينيشه پوست» ورځپاڼي ته کړي دي.

وېبر ويلي: «تر اوسه تر ټولو لوی خنډ دا دی چي د يو په رسمي توګه منل سوي بريليک يا مسلکي زدکړو د سند شرط ايښودل کيږي. خو د چانس کارد په نوم د آلمان د حکومت نوی پروګرام هغه کسان هم راجلبوي چي لا په رسميت پېژندل سوي د مسلکي زدکړو اسناد نه لري. دا صحيح استقامت دی خو لا کفايت نه کوي.»

بیا ولولئ: آلمان غواړي په «چانس کارډ» د کډوالۍ نوی پروګرام پیل کړي

د وېبر په وينا دا هم مهمه ده چي هغه انسانان چي تر مخه لا په آلمان کي دي، هغوی هم مدغم کړي: «که له يو اړخ څخه نوي کاريګر راوستل سي خو له بل اړخ څخه نور کاريګر له هيواد څخه ووځي، نو ګټه به مو نه وي کړې.» د هغه په وينا د کرونا پاندمي مخکي له آلمان څه دباندي کډوال کېدونکو کي نهه فيصده هغه کسان ول چي د نورو هيوادونو تابعيت يې درلود. نوموړی وايي چي دغه يوه لوړه کچه ده.

وېبر خبرداری ورکړی دی چي بېله آلمان ته د نوو کډوالو د راجذبولو څخه به تر ۲۰۳۰ کال پوري تقريبا پنځه مليونه کاريګر کم سي. د هغه په وينا د توازن رامنځته کولو لپاره بايد هر کال د ۴۰ زرو په شاوخوا کي کاريګر المان ته راسي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې