ترکي چارواکي وایي چې د روانې سپتمبر میاشتې له ۲ نېټې څخه تر ۸ نېټې پورې یې تر ۳۰۰۰ زیات «غیر قانوني» کډوال اخراج کړي دي چې نږدې ۱۵۰۰ افغانان هم پکې دي.
له ترکیې څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم ادامه لري. د ترکیې د کډوالۍ چارو اداره وایي چې د روانې سپتمبر میاشتې له ۲ څخه تر ۸مې پورې یې ۳۰۳۸ کډوال اخراج کړي دي چې په ډله کې یې ۱۴۹۲ افغانان او ۴۴۸ پاکستانیان هم دي.
له دې سره د روان کال له پیل راهیسې له ترکیې څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر ۷۸۷۱۶ تنو ته رسېږي.
یادې ادارې دا هم ویلي دي چې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو تېره اونۍ دغه هېواد ته د ۴۳۵۲ تنو کډوالو د اوښتو مخه نیولې ده.
بیا ولولئ: ترکیه: سږ کال تر دې دمه د ګڼو افغانانو په ګډون نږدې ۷۴ زره کډوال اخراج شوي
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره زیات شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې د یو ښه ژوند لپاره د ترکیې له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي.
خو د افغانستان د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته ترکي چارواکو د افغان کډوالو د مخنیوي لپاره له ایران سر پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړل او د روان کال په لومړیو میاشتو کې یې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د ترکیې چارواکو په حواله له تېرو څو میاشتو راهیسې له ۴۴۰۰۰ ډېر افغانان په چارتر الوتکو کې بېرته کابل ته استول شوي دي.
لږ مخکې په ترکیه کې د افغان کډوالو د انجمن مشر علي حکمت کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې «په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلون او د کډوالۍ نوې څپې، په ترکیه کې ټاکنې، د دغه هېواد د اقتصاد کمزوری او نور د افغان کډوالو د ایستلو لاملونه دي».
بیا ولولئ: له ترکیې څخه ولې د افغان کډوالو ایستل ډېر شوي؟
نوموړی ویلي وو چې «د حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو د ترکیي د ملتپال ګوند او د دغه ګوند په ګټه د رسنیو تبلیغات د دې لامل شوي چې د کډوالو او په ځانګړي ډول د سوریايي او افغان مهاجرو پر وړاندې د ولس کرکه او احساسات ډېر شي».
په وینا یې: «مخالف سیاسي ګوندونه د دغه هیواد د اقتصاد د کمزوري کېدو لامل هم په ترکیه کې د کډوالو د شمېر ډېرېدل بولي چې له دې امله حکومت هڅه کوي د کډوالو مخه ډبه کړي او ګڼ شمېر مهاجر بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي.»