دغه مراکشی کډوال وایي چې د هنګري پولیسو یې سر خرېیلی دی. انځور: کلکاکتیو
دغه مراکشی کډوال وایي چې د هنګري پولیسو یې سر خرېیلی دی. انځور: کلکاکتیو

صربیایی سازمان کلیکاکتیو د یو مراکشي کډوال له قوله وایي چې د هنګري پوله ساتو ځواکونو له صربیا سره پر پوله د نوموړي سر ور خرېیلی دی. د راپورونو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د هنګري او صربیا پر پوله د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د صربیا او هنګري پر پوله د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی. صربیایي سازمان کلیکاکتیو چې کډوالو ته حقوقي او رواني خدمات برابروي، تېره اونۍ د یو مراکشي کډوال له قوله وویل چې د هنګري پوله ساتو ځواکونو د نوموړي پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی.

دغه خوان کډوال ویلي دي چې نوموړي هڅه کوله چې له ځینو نورو مهاجرو سره یو ځای له صربیا څخه هنګري ته واوړي، خو د هنګري پوله ساتو ځواکونو هغه په لغتو او سوټو وهلی ټکولی او د کډوالو وسایل یې هم نیولي دي.

نوموړی زیاته کړې ده چې پولیسو په یوه کڅوړه کې د ږېرې خرېیلو ماشین وموند او چالان یې کړ. بیا یې د هغه پر سر د صلیب انځور رسم کړ.

بیا ولولئ: په روان کال کې هنګري ته د ۱۰۵ مهاجرو د اوښتو مخه نیول شوې ده

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه د اروپا پر پولو د کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي او یا ورته سپکاوی کوي. د سرچینو په حواله، په ۲۰۲۰ کې د کروشیا او بوسنیا پر پوله پولیسو د نږدې ۱۸ پناه غوښتونکو پر سرونو رنګ شیندلی و. 

تاوتریخوالی مخ پر ډېرېدو دی

له تېرو څو کلونو راهیسې د هنګري پر پولیسو تور دی چې له کډوالو سره تاوتریخجن چلن کوي. د بشري حقونو فعالان وایي چې په تېرو څو میاشتو کې د هنګري پر پوله د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کلیکاکتیو سازمان په حواله، د هنګري پوله ساتي ځواکونه پر مهاجرو ربړي مرمۍ کاروي، کالي یې ترې باسي او دې ته یې مجبوري چې تر صربیا پورې پیاده مزل وکړي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان تېره اګست میاشت په یوه راپور کې د هنګري امنیتي ځواکونو له خوا د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هکله خبرداری ورکړی و. صربیا کې د یاد سازمان ډاکټر انجېلا مارجېتیک ویلي وو چې هره اونۍ زیات شمېر کسان چې په ډله کې یې ماشومان هم دي د خپلو ټپونو د درملنې لپاره ورته مراجعه کوي.

بیا ولولئ: فرانسه کې افغان کډوال: د هنګري پولیسو د شکنجې درد لا هم احساسوم

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ۲۰۲۱ د جنورۍ له پیل راهیسې سرحدي سیمه کې د تاوتریخوالي د ۴۲۳ قربانیانو درملنه کړې ده. دغه سازمان وایي چې ځینې کډوال دې ته اړ شوي چې د ژمي په سړه هوا کې ځانونه لوڅ کړي او یا حتی پوله ساتو ځواکونو متیازې پرې کړې دي.

یاد سازمان د اروپایي ټولنې پر غړو هېوادونو تور لګوي چې «د پناه غوښتونکو د منصرف کولو لپاره په قصدي توګه د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي». 

 

نورې ليکنې