د یونان ساحلي ګارد. ارشیف انځور: ایماګو
د یونان ساحلي ګارد. ارشیف انځور: ایماګو

ترکیه وایي چې د دغه هېواد او یونان ترمنځ اوبو کې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کډوال هغه مهال مړه شوي دي چې دوی یوناني ځواکونو د ترکیې پر لور وشړل. د ترکیې ساحلي ځواکونو دغه راز د ۷۳ تنو نورو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

د ترکیې سمندري ځواکونو پرون سه شنبه د اګست ۱۳مه وویل چې اژه سمندر کې یې د یوې ښځې او ۵ ماشومانو مړي موندلي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کډوال یوناني چارواکو د ترکیې ساحلي اوبو پر لور شړلي وو.

په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ۷۳ تنه نور د موګلا ولایت په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي دي چې اروپا ته یې د ورتګ هڅه درلوده. د خبرپاڼې له مخې په شا تمبول شوي کسان په څلورو کښتیو کې سپاره ول. د پنځو نورو کسانو لټون لا هم ادامه لري.

که څه هم د دغو مهاجرو هویت لا نه دی څرګند، خو د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي دي چې دوی چې شمېر یې نږدې ۸۰ تنو ته رسېده د شنبې په ورځ د لبنان د طرابلس ښار څخه خپل سفر پیل کړی و. د یادو مهاجرو کښتۍ د دوشنبې په ورځ د یونان د رودس ټاپو په اوبو کې تېل خلاص کړي وو. 

عیني شاهدانو دا هم ویلي دي چې دوی یوناني ځواکونو خپله بېړۍ کې سپاره کړل، قیمتي وسایل یې ونیول او د ترکیې ساحلي اوبو ته یې نږدې پر څلورو کښتیو کې یوازې پرېښودل.

۷۳ تنه نور ژغورل شوي

د ترکیې ساحلي ځواکونه زیاتوي چې د موګلا ولایت په ساحلي اوبو کې یې ۷۳ تنه نور مهاجر ژغورلي دي.

د خبرپاڼې له مخې وروسته له هغه چې چارواکو د سه شنبې په شپه د ترکیې په ساحلي اوبو کې د بند پاتو کډوالو په هکله اطلاع ترلاسه کړه، ژغورونکې کښتۍ یې سمندر ته واستولې او په دوو بېلابېلو عملیاتو کې یې ۷۳ کسان وژغورل.

اتن او انقره د کډوالو د مسلې پر سر په منظمه توګه پر یو بل تورونه لګوي.

یونان د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې د روان کال له پیل راهیسې یې خپلې خاورې ته د ۱۵۰ زره کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده. د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په ۴ یوې ځایي ورځپاڼې ته ویلي وو چې یوازې په اګست میاشت کې دغه هېواد ته د ۵۰ زرو کډوالو د اوښتو مخنیوی شوی دی.

بیا ولولئ: یونان وایي په روان کال کې یې د ۱۵۰ زره کډوالو مخه نیولې ده

هر کال زرګونه کسان اروپایي هېوادونو ته د راتګ په موخه د اوروس او یا اژې سمندر له لارې یونان ته د داخلېدو هڅه کوي. د بشري حقونو سازمانونو او عیني شاهدانو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې کډوال له خپل قلمرو څخه په شا تمبوي، خو اتن بیا دغه ادعاوې ردوي. 

 

نورې ليکنې