د بريتانيې د حکومت رسمي ارقام ښيي چي په روان ۲۰۲۲ عيسوي کال تر اوسه د تېر بشپړ کال په پرتله زیات مهاجر د مانش کانال له لاري له فرانسې و بريتانيې ته اوښتي دي.
د برېتانيې د دفاعي چارو وزارت د مانش کانال له لاري و دغه هيواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېرې د سه شنبې په ورځ خپرې کړې. ياد وزارت ويلي دي چي په روان ۲۰۲۲ کال چي لا يې بشپړه کېدو ته تر درو مياشتو زيات وخت پاته دی، د تېر کال د دولسو مياشتو پر پرتله زيات مهاجر تر مانش کانال اوښتي دي. ويل سوي چي سږ کال تر اوسه ۲۸۵۶۱ مهاجر د مانش کانال له لاري بريتانې ته رسېدلي دي. دا په داسي حال کي چي دغه سمندري لاره د تجارتي کښتيو د تګ او راتګ له کبله د نړۍ يوه له تر ټولو مصروفو سمندري لارو څخه او په دې توګه د مهاجرت لپاره خطرناکه هم بلل کيږي.
په تېر کال په همدغه موده کي ۱۴۵۰۰ مهاجر له يادي لاري بريتانيې ته رسېدلي ول. په دې توګه نو په روان کال د تېر کال په پرتله تقريبا دوه چنده زیات مهاجر پر دغه لاره تللي دي.
د بريتانيې د حکومت د رسمي ارقامو له مخي د سېپټمبر په روانه مياشت کي تر اوسه ۳۵۱۸ عبور کېدنې ثبت سوي دي.
په راپور کي راغلي دي چي د روان کال د اګست په ۲۲مه نېټه په يوه ورځ ۱۲۹۵ کسان د مانش کانال له لاري انګلستان ته واوښتل چي دا په يوه ورځ د زيات شمېر مهاجرو د رسېدنې يو نوی ريکارډ ؤ. ويل سوي چي ياد مهاجر د کښتيو له لاري بريتانيې ته رسېدلي ول.
د بريتانيې د حکومت لپاره د مهاجرت موضوع ډېره حساسه سياسي ننګونه ګڼل کيږي. دغه حکومت ژمنه کړېده چي له اروپايي اتحادیې څخه و دغه هيواد ته د غير اصولي مهاجرت په وړاندي به خنډونه زيات او شمېرې به يې راکمي کړي.
د بريتانيې حکومت د روان کال په اپريل مياشت کي اعلان وکړ چي غواړي د مانش کانال له لاري ورته رسېدلي او غيراصولي نوي مهاجر و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي. خو د جون په مياشت کي د قانوني ننګونو له کبله يو پلان سوی پرواز وځنډول سو. يو شمېر پناه غوښتونکو د د مهاجرو او د بشر د حقونو سازمانونو په ملاتړ د بريتانوي حکومت د دغه پلان پر ضد دعوی کړي دي.
په نژدې ورځو کي د مانش کانال له لاري و بريتانیې ته د مهاجرت د شمېرو ډېرېدلو يو لامل مناسب موسم بلل کيږي.
آ./ا.ا.