آرشيف انځور
آرشيف انځور

په آلمان کي يو شمېر سازمانونو غوښتنه کړېده چي په دغه هيواد کي د ژوند کوونکو بهرنيانو د کورنيو راغوښتلو لپاره دي د آلماني ژبي د امتحان شرط لغوه کړل سي.

د آلمان يو شمېر سازمانونو په يوه ګډه اعلاميه کي د دغه هيواد پر حکومت ږغ کړی دی چي د کورني الحاق لپاره دي د آلماني ژبي د امتحان شرط لغوه کړي. دغو سازمانونو په مشترکه اعلاميه کي غوښتي دي: «دغه شرط هر کال په زرونو مواردو کي د ازدواجي يوځای ژوند کولو مخه نيسي.» په آلمان کي د دمګړي قوانيو له مخي که په دغه هيواد کي ژوند کوونکی يو بهرنی کس غواړي چي د ژوند شريک او تر اتلسو کالو کم ماشومان يې آلمان ته راسي، نو به يې د ژوند شريک مخکي د آلماني ژبي لومړی امتحان کاميابه کوي. د هغه وروسته بيا که نور شرايط پوره وي نو کولای سي چي په آلمان کي د ژوند د خپل شريک سره يوځای سي. د دې لپاره بايد د کورني الحاق متلاشي کسان سند وړاندي کړي چي په کافي اندازه يې بنيادي آلماني ژبه زده ده.

خو د آلمان حکومت غواړي چي د کورني الحاق لپاره د آلماني ژبي د زدکړي او په برياليتوب سره يې د امتحان ورکولو شرط صرف په آلمان کي د مشغولو مسلکي بهرنيانو لپاره لغوه کړي. 

د غبرګو ملتونو د کورنيو سازمان او د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيو او يو شمېر نورو سازمانونو په خپله اعلاميه کي نيوکه کړېده چي دوه پر دريمه برخه د کورني الحاق متلاشي کسان د آلماني ژبي د امتحان له کبله په دې کي پاته راځي چي په آلمان کي د ژوند د خپل شريک سره يوځای سي. 

سازمانونو د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د ژوند د شريک سره د الحاق لپاره دي په مکمله توګه د آلماني ژبي د زدکړي د سند لرلو شرط له منځه يوسي. دغو سازمانونو ويلي دي چي هر کال تقريبا ۱۰ زره جوړې له دې کبله د سره يوځای کېدو څخه محرومه ساتل کيږي ولي چي د آلماني ژبي د زدکړي اسناد نسي وړاندي کولای. زياته سوې چي د مسلکي کارګرو د ژوند له شريکانو څخه د ژبي د زدکړي سند نه غوښتل کيږي، نو له نورو څخه ولي بايد وغوښتل سي؟

سازمانونو ويلي دي چي په اکثرو مورادو کي له آلمان څخه دباندي د آلماني ژبي زدکړه د اړونده کسانو لپاره د ناانډول فشار او ستونزو لامل وي. دغو سازمانونو زياته کړېده چي آلماني ژبه تر هر بل ځای په آلمان کي دننه ښه زده کيدلای سي. دغو سازمانونو شته اصول د آلمان د هغه قانون نقض هم بللی چي د ازدواج د حفاظت تضمين کوي. د دغو سازمانونو د نيوکي له مخي د مسلکي کسانو په پرتله غير مساوي چلن نه په اقتصادي توګه او نه هم په بشري توګه مدلل کار دی. دغو سازمانونو نه يوازي د مسلکي کسانو د ژوند د شريکانو بلکه په مجموع کي په آلمان کي د خپل ژوند د شريک سره د الحاق لپاره د ژبي د شرط د له منځه وړلو او د کورنيو د الحاق د پروسې د اسانه او چټک کولو غوښتنه کړېده.

آ./ا.ا.


 

نورې ليکنې