د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو د کراچۍ ښار په ال آصف ډګر کې ۲۶ «غیر قانوني» افغان کډوال نیولي دي. دا په داسې حال کې چې سلګونه نور سند نه لرونکي افغانان له میاشتو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بند پاتې دي.
د پاکستان ځایي رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کراچۍ ښار د سهراب ګوت پوستې سرتېرو د ال آصف په ډګر کې ۲۶ افغان کډوال نیولي دي. پر دغو افغانانو تور دی چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته اوښتي دي.
د پولیسو د یوه ویاند له قوله ویل شوي دي چې له یادو افغانانو سره د سفر اسناد نه وو چې له امله یې پولیسو بندیان کړل. چارواکو د نیول شویو کسانو په هکله دوسیې پرانیستې دي.
د یادلو ده چې د جولای په ۲۷ مه د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې د پاکستاني ملیشه ځواکونو له خوا ۲۱۴ افغانان په دې تور نیول شوي وو چې له قانوني اسنادو پرته یې سفر کاوه. په نیول شویو کسانو کې یوه تازه واده شوې جوړه هم شامله وه چې د واده لومړۍ شپه یې په زندان کې تېره کړې وه.
پاکستان کې د طالبانو سفارت د جولای په ۳۰مه د دغو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړ.
سلګونه نور په بند کې دي
په ورته مهال پاکستان کې افغان فعالان وایي چې د دغه هېواد په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې نږدې ۱۲۰۰ او پشاور کې بیا ۱۳۰۰ سند نه لرونکي افغان کډوال بندیان دي.
لږ مخکې پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي وو چې د ۳۰۰ بندیانو له ډلې څخه ۴۰ تنه یې د دغه هېواد پوځي محکمې ته د پیسو د ورکولو په بدل کې خوشي شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. ټاکل شوې وه چې دوی د تېرې شنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.
که څه هم طالبانو ویلي چې د دغو افغانانو د خوشي کولو هڅه کوي، خو یوه افغان فعال تېره جمعه رسنیو ته وویل چې پاکستان کې د طالبانو سفارت د بندیانو د خوشي کولو لپاره کومه هڅه نه ده کړې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ د جنورۍ د ۲۰۲۲ تر جون میاشتې پورې له ۲۵۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.