مدیترانه کې د کډوالو ژغورنه. ارشیف انځور: رویټرز
مدیترانه کې د کډوالو ژغورنه. ارشیف انځور: رویټرز

ایټالوي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د مالتا په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه ۲۵۰ کسیزه ډله ژغورلې ده چې له لبنان څخه یې خپل سفر پیل کړی و. یاد مهاجر له اوبو او خوړو پرته د مالتا په ساحلي اوبو کې بند پاتې وو.

د لیګل اجندا په نامه لبناني سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې له اوږد انتظار وروسته د مالتا په ساحلي اوبو کې بند پاتې ۲۵۰ کډوال د ایټالیا سمندري ځواکونو له خوا وژغورل شول.

دغه کښتۍ کې لبناني، سوریایي او فلسطیني کډوال سپاره ول چې له لبنان څخه یې د اروپا پر لور خپل سفر پیل کړی و. لیګل اجندا وایي چې د مهاجرو دغه کښتۍ مخکې له دې چې خپل مقصد ته ورسېږي، تېل یې خلاص کړي وو. زیاته شوې ده چې په کښتۍ کې سپاره کډوال له اوبو او خوړو پرته څو ورځې په توفاني سمندر کې بند پاتې وو.

ژغورل شوي کډوال چې په ډله کې یې ماشومان هم دي د سه شنبې په شبه ایټالیا ته وروستل شوي.

لبنان کې اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی دی چې زیات شمېر کسان د مدیترانې له خطرناکې لارې اروپا ته د راتګ هڅه وکړي. د ترکیې ساحلي ځواکونو پرون سه شنبه وویل چې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې یوه ښځه او پنځه ماشومان مړه شوي دي. دغو کډوالو له ۷۳ تنو نورو سره یو ځای له لبنان څخه خپل سمندري سفر پیل کړی و.

د یادو مهاجرو کښتۍ د دوشنبې په ورځ د یونان د رودس ټاپو په اوبو کې تېل خلاص کړي وو. 

عیني شاهدانو ویلي دي چې دوی یوناني ځواکونو خپله بېړۍ کې سپاره کړل، قیمتي وسایل یې ونیول او د ترکیې ساحلي اوبو ته یې نږدې پر څلورو کښتیو کې یوازې پرېښودل.

یونان بیا په یوه خبرپاڼه کې د ترکي چارواکو ادعاوې په کلکه توګه رد کړې دي.

اتن او انقره د کډوالو د مسلې پر سر په منظمه توګه پر یو بل تورونه لګوي. یونان د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې د روان کال له پیل راهیسې یې خپلې خاورې ته د ۱۵۰ زره کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده. د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په ۴ یوې ځایي ورځپاڼې ته ویلي وو چې یوازې په اګست میاشت کې دغه هېواد ته د ۵۰ زرو کډوالو د اوښتو مخنیوی شوی دی.

 

نورې ليکنې