د شمالي مقدونیې چارواکي وایي چې د پنجشنبې ورځې په سهار د دغه هېواد په سوېلي برخه کې چې له یونان سره ګډه پوله لري د کډوالو یوه ۱۴۲ کسیزه ډله نیولې ده.
د شمالي مقدونیې چارواکي له یونان سره پر پوله د ۱۴۲ کډوالو د نیولو خبر ورکوي. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې نیول شوي کسان د سوریې او پاکستان اتباع دي او له یونان څخه شمالي مقدونیې ته داخل شوي وو.
چارواکو دوی یونان ته د اخراج په موخه د کډوالو مرکز ته لېږدولي دي.
د شمالي مقدونیې پولیسو په حواله، سږ کال تر اوسه دغه هېواد ته د اوښتونکو سند نه لرونکو کډوالو شمېر کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېروالی راغلی دی. د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو لرې کېدل پر بالکان لار د کډوالو د شمېر د زیاتوالی یو دلیل بلل کېږي.
کډوال په معموله توګه له ترکیې څخه یونان ته او له یونانه بیا شمالي مقدونیې او صربیا ته ځي.
بیا ولولئ: شمالي مقدونیه: ۲۶ کډوال په یوه لارۍ کې نیول شوي دي
له دې وړاندې اسوشیتد پرس د شمالي مقدونیې د پولیسو د یوې ویاندې له قوله ویلي وو چې د روان میلادي کال تر دې دمه دغه هېواد ته د ۱۱۵۰۰ کډوالو د ننوتلو مخه نیول شوې چې نږدې ۹۰ سلنه یې له یونانه شمالي مقدونیې ته د داخلېدو هڅه لرله.
تېر کال د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.
بیا ولولئ: د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاق کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي
یاد راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰ کې قاچاق وړونکو د لوېدیځ بالکان له لارې - د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان پر پولو- ۱۹،۵ تر ۲۹ میلیونه یورو ترلاسه کړې وو.
شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا د مهاجرو د قاچاق د اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.