پر یونان تور دی چې د کډوالو کښتۍ له خپلو اوبو څخه پر شا تمبوي، خو یونان بیا دغه تورونه ردوي. انځور: د اجېن بوت رپوټ سازمان ټویټر پاڼه
پر یونان تور دی چې د کډوالو کښتۍ له خپلو اوبو څخه پر شا تمبوي، خو یونان بیا دغه تورونه ردوي. انځور: د اجېن بوت رپوټ سازمان ټویټر پاڼه

اجېن بوت رپوټ سازمان د یونان د رودس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د هغه کښتۍ ویډیو خپره کړې چې نقاب لرونکو کسانو په شا تمبولې ده. دغه ویډیو ښيي چې نقاب او یونیفورم لرونکي کسان چې په یوه بېړۍ کې سپاره دي د کډوالو یوه کښتۍ پر شا تمبوي. د اجېن بوت رپوټ په حواله دغه کښتۍ د یونان له ساحلي ځواکونو سره تړاو لري.

نارویژي سازمان اجېن بوت رپوټ د یکشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۸مه پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي چې په اژه سمندر کې نقاب او یونیفورم لرونکي کسان د کډوالو ربړي کښتۍ په شا تمبوي.

د اجېن بوت رپوټ په حواله دغه پېښه تېره یکشنبه د یونان د رودس ټاپو او د ترکیې د سواحلو ترمنځ اوبو کې رامنځ ته شوې ده.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو سړی په عربي ژبه نارې وهي: «یونانیان غواړي چې زموږ کښتۍ نسکوره کړي.» اجېن بوت رپوټ بیا وایي چې دوی توانېدلي دي چې یاده ویډیو کې د یونان ساحلي ځواکونو کښتۍ تشخیص کړي.

دغه سازمان د یکشنبې په شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې ویډیو کې درې نقاب لرونکي کسان چې ظاهرا یې د یونان د سمندري ځواکونو یونیفورم اغوستی دی، په هغه کښتۍ کې سپاره دي چې نمبر پلېټ (ΛΣ-1037) یې رودس ټاپو کې واقع د یونان د ساحلي ځواکونو کښتۍ سره سمون لري.

بل لور ته مدیترانه کې یو بل فعال سازمان سارواچ مېد نن دوشنبه پر خپله ټویټر پاڼه تایید کړ چې دغه کښتۍ د یونان له ساحلي ځواکونو سره تړاو لري. یاد سازمان زیاته کړې ده چې په ۲۰۱۸ کې یې دغه کښتۍ رودس اوبو کې د ساحلي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې لیدلې وه.

اژه سمندر کي د کډوالو د کښتیو په شا تمبولو پېښې کومه نوې پدیده نه ده. له دې وړاندې کډوال نیوز له زیاتو هغو مهاجرو سره مرکې کړې دي چې کښتۍ یې د یوناني ځواکونو له خوا شا تمبول شوې وې.

د اجېن بوت رپوټ په حواله په ۲۰۲۱ کې اژه سمندر کې د کډوالو د کښتیو د شړلو ۶۲۹ پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۰ له مارچ میاشتې راهیسې نږدې ۲۶ زره کډوال د یونان له خاورې څخه په شا تمبول شوي دي. 

لږ مخکې اجېن بوت رپوټ ویلي وو چې تېره اګست میاشت د یوناني ځواکونو له خوا د کډوالو د کښتیو د شا تمبولو له امله «هره ورځ په متوسطه توګه ۱۰۰ کډوال په بېړیو کې ایسار پاتې» وو. د یاد سازمان په یو راپور کې راغلي وو چې هغه مهاجر چې د سمندر له لارې یونان ته د اوښتو هڅه کوي، یوازې لس سلنه یې کولی شي چې یوناني ټاپوګانو ته ځان ورسوي.

د ترکیې سمندري ځواکونو د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۳مه ویلي وو چې اژه سمندر کې یې د یوې ښځې او ۵ ماشومانو مړي موندلي او ۷۳ تنه نور یې ژغورلي دي. د چارواکو په حواله، دغه کډوال یوناني ځواکونو د ترکیې ساحلي اوبو پر لوړ شړلي دي.

د ترکیې ساحلي ځواکونو د عیني شاهدانو له خولې ویلي وو چې دوی چې شمېر یې ۸۰ تنو ته رسېده د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۰مه) د لبنان له طرابلس ښار څخه د اروپا پر لور خپل سفر پیل کړی و. د یادو مهاجرو کښتۍ دوه ورځې وروسته د یونان د رودس ټاپو په اوبو کې تېل خلاص کړي وو.

عیني شاهدانو دا هم ویلي وو چې دوی یوناني ځواکونو خپله بېړۍ کې سپاره کړل، قیمتي وسایل یې ونیول او د ترکیې ساحلي اوبو ته یې نږدې پر څلورو کښتیو کې یوازې پرېښودل.

 

نورې ليکنې