استانبول ښار. انځور: رویترز
استانبول ښار. انځور: رویترز

د ترکیې د کډوالو چارو اداره وایي چې تېره اونۍ له دغه هېواد څخه د سلګونو افغانانو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر سند نه لرونکي کډوال ایستل شوي دي. له دې سره په روان کال کې له ترکیې څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر ۸۱ زرو ۷۲۱ تنو ته رسېږي.

د ترکیې د کډوالو چارو اداره وایي چې د روانې میاشتې له ۹ څخه تر ۱۵ نېټې پورې له ترکیې څخه ۳۰۰۵ کډوال ایستل شوي دي چې په ډله کې یې ۱۲۳۸ افغانان، ۵۱۴ پاکستانیان او د نورو هېوادونو ۱۲۵۳ اتباع شامل دي.

په ورته مهال ترکي پوله ساتونکو په یوه اونۍ کې دغه هېواد ته د ۵۲۱۶ کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده. له دې سره د روان کال له پیل راهیسې د هغو کډوالو شمېر چې ترکیې ته د داخلېدو اجازه نه ده موندلې ۲۱۴ زره ۵۳۴ تنو ته رسېږي.

یادې ادارې زیاته کړې ده چې په همدغه موده کې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې ۵۲۵۶ سند نه لرونکي کډوال نیول شوي دي چې په ډله کې یې ۱۸۷۰ افغانان، ۲۷۱ پاکستانیان او د نورو هېوادونو ۳۱۱۵ اتباع شامل دي.

ترکي چارواکو دا هم ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې دغه هېواد ته د «غیرقانوني» کډوالو شمېر ۸۱۷۲۱ تنو ته رسېدلی دی. په وینا یې دمګړۍ د ترکیې د اخراج په مرکزونو کې ۱۵۷۵۵ اخراجېدونکي کډوال ساتل کېږي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ترکیې څخه د سند نه لرونکو کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو په اخراج کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغلی دی. لږ مخکې ترکي چارواکو ویلي وو چې د روانې سپتمبر میاشتې له ۲ نېټې څخه تر ۸ نېټې پورې یې تر ۳۰۰۰ زیات «غیر قانوني» کډوال اخراج کړي دي چې نږدې ۱۵۰۰ افغانان هم پکې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره زیات شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې د یو ښه ژوند لپاره د ترکیې له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي.

څه موده وړاندې په ترکیه کې د افغان کډوالو د انجمن مشر علي حکمت کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې «په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلون او د کډوالۍ نوې څپې، په ترکیه کې ټاکنې، د دغه هېواد د اقتصاد کمزوری او نور د افغان کډوالو د ایستلو لاملونه دي.»

نوموړی ویلي وو چې «د حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو د ترکیي د ملتپال ګوند او د دغه ګوند په ګټه د رسنیو تبلیغات د دې لامل شوي چې د کډوالو او په ځانګړي ډول د سوریايي او افغان مهاجرو پر وړاندې د ولس کرکه او احساسات ډېر شي».

 

نورې ليکنې