د روان کال په لومړیو میاشتو کې لندن له کیګالي سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتونکي کډوال رونډا ته استول کېږي. همدارنګه د ډنمارک چارواکو څه موده مخکې وویل چې رونډا ته د کډوالو د ستنولو پلان په هکله له دغه افریقایي هېواد سره هوکړې ته رسېدلی دی. خو ایا رونډا د کډوالو مناسبه کوربه ده؟
د تېرې اپریل میاشتې له ۱۴مې راهیسې هغه کډوال چې په ناقانونه توګه برېتانیا ته واوړي، افریقايي هېواد رونډا ته د اخراج له ګواښ سره مخ دي. ټاکل شوې وه چې تېره جون میاشت له برېتانیا څخه د کډوالو لومړۍ ډله رونډا ته واستول شي، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې په وروستیو شېبو کې کیګالي ته د کډوالو د لېږد پرواز لغوه کړ.
که څه هم رونډا ته دغه پرواز لغوه شوی دی، خو لندن لا هم له کیګالي سره د تړون پر عملي کېدو ټینګار کوي. د سپتمبر میاشتې له ۵مې راهیسې د لندن ستره محکمه د رونډا او برېتانیا ترمنځ تړون څېړي. ټاکل شوې ده چې د اسایلم اېد ټولنې د استیناف غوښتنې پر اساس په راتلونکې اکټوبر میاشت کې یوه بله غونډه هم جوړه شي.
لندن په پام کې لري چې له دغه تړون سره د انګلیس کانال له لارې برېتانیا د مهاجرو د اوښتو مخه ونیسي، خو له سختو امنیتي تدابیرو سره سره لا هم ګڼ شمېر کډوال برېتانیا ته د رسېدو هڅه کوي. د برېتانیا حکومت پر یاد تړون د نیوکو سربېره رونډا د کډوالو لپاره مناسب ځای بولي. له دې وړاندې د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي وو چې رونډا «د کډوالو د هرکلي او ادغام په برخه کې د نړۍ په کچه مشهوره» او پېژندل شوې ده.
یوه کافيتریا او د باسکټبال لوبغالی
له تېرو څو کلونو راهیسې رونډايي چارواکي خپل هېواد د «پناه خاوره» بولي. د دغه پالیسۍ پر اساس چې په ۲۰۰۰ کې د رونډا ولسمشر پل کاګامې اعلان کړې وه، رونډا د افریقا او نړۍ په کچه د مېلمه پالنې بېلګه بلل کېږي. دمګړۍ تر ۱۲۷ زره ډېر کډوال په رونډا کې اوسېږي چې ډېری یې د کنګو دموکراتیک جمهوریت او بروندا اتباع دي. تېر کال رونډا ځینو هغو افغانانو ته هم پناه ورکړه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو.
له ۲۰۱۹ راهیسې کیګالي د مهاجرو د هرکلي پروګرام پر اساس چې د ملګرو ملتونو ادارې جوړ کړی، له لیبیا څخه کډوال مني. تر دې دمه له ۱۱۰۰ زیات مهاجر د دې پروګرام په چوکاټ کې رونډا ته لېږدول شوي دي. یاد مهاجر کولی شي چې په رونډا کې پناه وغواړي او یا په یو درېم هېواد کې د مېښتېدو غوښتنه وکړي.
دغه کډوال چې ډېری یې د سختو سفرونو له امله له روحي ناروغیو سره مخ دي، د رونډا پلازمېنې په ۶۰ کیلومترۍ ګاشورا کمپ کې ژوند کوي. دغه کمپ کې کډوال یوې کافیتریا او د باسکټبال او والیبال لوبغالو ته لاسرسی لري. همدارنګه ګاشورا کې د اوبدنې او د ویښتانو د جوړولو پروګرامونه هم جوړېږي.
ځایي ورځپاڼه نیو ټایمز چې تېره جون میاشت یې له دغه مرکز څخه لیدنه کړې ده لیکي چې د د ودانۍ مخې ته هغه ځوان مهاجر لیدل کېږي چې د یو روغتیایي پروګرام په چوکاټ کې سندرې وایي او ګیتار یا پیانو غږوي. دغه ورځپاڼه د اریتریایی کډوال زېمېن فساها له خولې وایي: «زه په رونډا کې ازاد ګرځېدلی شم او هغه څه کوم چې زه یې غواړم. دلته ژوند له لیبیا سره د پرتلې وړ نه دی. ځکه چې ته هلته ته یوازې ژوند تېروې خو نه پوهېږې چې سبا به څه پېښ شي.»
د شپې ګرځبندیز، «تجرید» او بې کاری
خو د هرکلي دغه موډل د زیاتو کډوالو لپاره د سراب په څېر دی. د ټلېګراف یو راپور چې له ګاشورا کمپ نه بهر د کډوالو د سترګو لیدلي حالونه پکې راغلي دي له یو بل حقیقته پرده اوچتوي. د دې راپور له مخې له لیبیا څخه د رونډا ګاشورا کمپ ته لېږدول شوي کډوال د یو نوي ژوند د پیلولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یو کډوال چې مېرمن یې مړه شوې ده وایي: «د ترانزیټ په مرکزونو کې اقتصادي شرایط خورا سخت دي. له هغه وخت راهیسې چې دغه مرکز ته راغلی یم، د خپل ماشوم نفقه نه شم ورکولی چې په سوډان کې ایسار پاتې دی. هېڅوک هم په ورته شرایطو کې ژوند نه شي کولی.»
یو بل کډوال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وایي چې له کمپه بهر کالي، بوټان او خواړه پېرلی نه شي.
د دغو مهاجرو د سترګو لیدلي حالونه ښيي چې د رونډا په ټولنه کې د هغوی د ادغام زمینه هم نه ده برابره. ټلېګراف وایي چې ډېری مسلکي کسان چې په مرکزونو کې یې زده کړې کړې دي دې ته اړ دي چې په کرنو او یا د خلکو په کورونو کې دنده ترسره کړي ترڅو خپل ژوند پر مخ یوسي، خو ګڼ شمېر نور بیا وزګاره دي او په میاشت کې یوازې ۳۷ لیور یا ۴۰ یورو عاید لري. په ګاشورا کې کډوال نه شي کولی چې د شپې له ۸ بجو وروسته له کمپه ووځي او سرغړوونکو ته سزا ورکول کېږي.
بیا ولولئ: برېتانیا: رونډا ته د استولو ګواښ، کډوالو له سختو رواني ستونزو سره مخامخ کړي
بل پلو بیا هغه کډوال چې په رونډا کې مېشت شوي دوی له هم له اوسني وضعیت څخه راضي نه دي. د رونډایي وګړو په شان – چې نږدې ۴۰ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي – زیات شمېر کډوال د ملګرو ملتونو ادارې مالي مرستو ته اړتیا لري.
د ۲۰۱۸ په فبرورۍ میاشت کې د کنګو د دیموکراتیک جمهوریت ۳۰۰۰ اوسېدونکو د روندا په لوېدیځ ښار کارونګي کې د ملګرو ملتونو ادارې مخې ته د خوراکي مرستو د کمېدو پر وړاندې لاریون وکړ. د بشري حقونو د څار سازمان په حواله، د رونډا پولیسو پر لاریونوالو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۲ تنه ووژل شول.
بل لور ته د ۲۰۱۳ د ډسمبر د ۲۰۱۷ تر جون میاشتې پورې اسراییل نږدې ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي رونډا او اوګانډا ته واستول. د سیرې لیون مدافع وکیل او د بشري حقونو فعال عبدل تیجان کول کډوال نیوز ته وایي چې ډېری دغه کسان اروپا ته د ورتګ د هڅو په ترڅ کې له مختلفو ظلمونو او کړاوونو سره مخ شول. د اسراییل، رونډا او اوګانډا ترمنځ د کډوالو د لېږد تړون په هکله غبرګونونه د دې سبب شول چې اسراییل دغه پروګرام ودروي.
یوه ویډیو او ۱۱ کاله زندان
د ملګرو ملتونو او ځایي چارواکو په حواله، له ۲۰۱۹ راهیسې له لیبیا څخه رونډا ته لېږدول شویو کډوالو دغه هېواد کې د دایمي اقامې غوښتنه نه ده کړې. خو نږدې ۶۰۰ کډوال بیا په کاناډا، فنلنډ، فرانسه او سویډن کې مېشت شوي دي.
سوډاني کډوال اسماعیل چې ګاشورا کمپ کې اوسېږي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې غواړي د مدیترانې له لارې اروپا ته سفر وکړي. همدارنګه ۲۷ کلن اریتریایی مهاجر تسفای ویلي دي نه غواړي په رونډا کې پاتې شي ځکه چې رونډا بې وزله ده.
پر رونډا دا تور هم لګول شوی دی چې له فردي ازادیو څخه سرغړوي. رونډا کې پر بلاګونو خپرې شوې لیکنې او یا دولت د پالیسو ضد ویډیوګانې د زغم نه دي. د ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې مدني فعال اوون ادامانژ پر خپله یوټیوب پاڼه د دولت ضد د یوې ویډیو د خپرولو له امله په ۱۵ کلونو بند محکوم شو.
د سازمانونو په حواله رونډا کې د دولت منتقدان له ګواښ سره مخ دي او نیول یا وژل کېږي هم. د بشري حقونو څار سازمان د مرکزي افریقا څانګې مشر لویس مج په وینا، کره او دقیق معلومات ښيي چې رونډايي اجنتانو حتی په بهرني هېوادونو کې د اپوزیسیون غړي وژلي دي. د نوموړي په حواله ډېری بهرمېشتي روڼدایان هم په وېره کې ژوند کوي.
برېتانیا یوه له هغو هېوادونو وه چې د نړۍ په ۱۹۳ هېوادونو کې د وضعیت د څېړلو په ۳۷مه غونډه کې رونډا کې د بشري حقونو پر نقض نیوکه وکړه. لندن ویلي وو چې رونډا کې پر مدني او سیاسي حقونو او د رسنیو پر ازادۍ لګول شویو بندیزونو اندېښمن کړی دی. دغه سند چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ په ۲۵ خپور شوی دی له رونډا څخه غواړي چې د صحرايي وژنو، د بندیانو د مړه کېدو، د جبري ورک کېدو او شکنجې په هکله رڼې او خپلواکې څېړنې وکړي.
خو د یاد سند له خپرېدو یو نیم کال وروسته د برېتانیا حکومت له رونډا سره د کډوالو د لېږد پر سر تړون لاسلیک کړ. همدارنګه د ډنمارک چارواکو څه موده مخکې وویل چې رونډا ته د کډوالو د ستنولو پلان په هکله له دغه افریقایي هېواد سره هوکړې ته رسېدلی دی.