دمګړۍ نږدې سل کډوال د ترکیې د ازمیر ولایت په یوه ودانۍ کې ساتل کېږي. دا هغه کسان دي چې یوناني چارواکو له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي. ترکي رسنۍ دووار د یو راپور په خپرولو سره دغه ودانۍ کې د کډوالو د توقیف سخت او ان غیرقانوني شرایط رابرسېره کړي دي.
ځایي رسنۍ دووار چې د ترکیې د اوسني حکومت ضد دریځ لري، د دغه هېواد په ختیځ ولایت ازمیر کې د کډوالو د یو توقیف ځای په اړه پلټنې کړې دي چې د بندیانو د ژوند شرایط پکې خورا سخت او حتی غیرقانوني بلل شوي دي.
دووار په خپل راپور کې لیکلي چې «سلګونه کډوال د واده یو سالون پر بام چې د سیمې د پولیسو قومندانۍ مخې ته موقعیت لري په غیرانساني شرایطو کې ایسار پاتې دي».
په یوه ویډیو کې چې یادې رسنۍ خپره کړې ده دغه ودانۍ کې ایسار کډوال وایي: «خواړه درسره شته؟ ماشومان له موږ سره دي. دوی موږ وهي ټکوي، پر موږ اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.» راپور کې د سرچینو له قوله راغلي دي چې ځینې کډوال ۱۵ ورځې یاده ودانۍ کې تېروي.
د دغو سرچینو په ډله کې د ودانۍ یو ساتونکی هم دی. هغه وایي چې دا مهال هلته نږدې سل کډوال ساتل کېږي، خو ځینې وختونه دغه توقیف ځای کې د بندیانو شمېر ۳۵۰ تنو ته هم رسېږي.
دا ټول هغه کسان دي چې هڅه یې کړې ده چې یونان ته واوړي، خو یوناني ځواکونو دوی د ترکیې پر لور شړلي دي.
د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په لومړیو ورځو کې له یوې ځایي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو چې دوی د روان کال له پیل راهیسې خپل هېواد ته د ۱۵۴ زره او ۱۰۲ غیرقانوني کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.
بیا ولولئ: یونان وایي په روان کال کې یې د ۱۵۰ زره کډوالو مخه نیولې ده
د ودانۍ ساتونکی وایي چې له اوو میاشتو راهیسې چې یاد توقیف ځای پرانیستل شوی دی، ۳ تر ۴ کسان هلته وروستل شوي او ورپسې بیا نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي. عیني شاهدان بیا وایي چې په ځانګړې توګه په تېرو درېو میاشتو کې ودانۍ کې د کډوالو شمېر زیات شوی دی.
په دغه توقیف خانه کې ماشوم لرونکې ښځې او بې سرپرسته خو کم سنه کډوال هم دي. نوموړی ساتونکی وایي: «دا لومړی ځل دی چې زه له دومره ماشومانو سره مخ کېږم. ډېری یې فلسطیني ماشومان دي چې په یوازیتوب سره یې سفر کړی دی.»
دوور د ترکۍ مدافع وکیلې ګیزم متیداګ له خولې وایي چې د ازمیر ښار دغه ودانۍ کې لږترلږه ۲۵ بې سرپرسته مهاجر په بند کې دي. نوموړې د بالغو کډوالو سره یو ځای د دغو ماشومانو بندي کول غیرقانوني بولي او وایي چې هلته د ژوند شرایط له ملي او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.
بل پلو بیا د ازادۍ لپاره د ستکهلم مرکز چې د دغه مرکز په هکله پلټنې کوي وایي چې «ښاروالي دغو بندیانو ته ساندویچونه ورکوي، خو دوی ګرمه او مفیده غذا نه لري.»
یاد سازمان زیاتوي چې کډوال وکیلانو ته هم لاسرسی نه لري او نه شي کولی چې د اخراج په صورت کې د استیناف غوښتنه وکړي. په وینا یې «د ترکیې د اساسي قانون پر اساس چارواکي اړ دي چې د دوی د بندي کېدو په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې یې د اخراج په هکله پرېکړه وکړي. خو په واقعیت کې بیا دوی هلته دوه اونۍ تېروي. دا د کډوالو له حقونو سرغړونه ده.»
د ودانۍ ساتونکي دا هم ویلي دي چې یاد مهاجر له دغه ځای نه هارماندالي کې د اخراج مرکز ته لېږدول کېږي او ورپسې بیا خپلو هېوادونو ته استول کېږي.
بیا ولولئ: ترکیې د افغانانو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر کډوال ایستلي دي
د هارماندلي مرکز په یو وخت کې د ۷۵۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري. سویسي سازمان ګلوبال دېتېنشن پروجکت د ۲۰۱۹ په پای کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د دغه مرکز په هره حجره کې شپږ کسان ساتل کېږي. ځینو نورو راپورونو کې راغلي وو چې یاد مرکز کې له مهاجرو سره ناسم چلند کېږي او کډوال د امنیتي ساتونکو له خوا په جنسي توګه ځورول کېږي.
د دېتېنش پروجکت سازمان ټینګار کړی و چې د اخراج مرکز په څېر توقیف ځایونو کې کډوال حق نه لري چې له زندانه بهر د خپلې کورنۍ او مدافع وکیل په ګډون له چا سره اړیکه ولري، نو ځکه ډېری کسان د بند د مودې د اږودېدو له وېرې بېرته خپلو هېوادونه ته ستانه کېږي.