اژه سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې د چهارشنبې په ورځ یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې ۲۵۵ کډوال ژغورلي دي. په وینا یې یاد کډوال یوناني ځواکونو د ترکیې پر لور شړلي دي.

د ترکیې ساحلي ځواکونو په حواله پرون چهارشنبه د کډوالو یوه ۱۰۹ کسیزه ډله چې په څو بېړیو کې سپاره ول د بودروم او داتکا ولسوالیو په ساحلي اوبو کې ژغورل شوې ده.

همدارنګه ساحلي سرتېرو د چناقلې د ایواجیک سیمې په ساحلي اوبو کې ۵۴ تنه نور کډوال ژغورلي دي چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

زیاته شوې ده چې د کډوالو یوه بله ۴۵ کسیزه ډله چې په یوه ربړي بېړۍ کې سپاره ول د بلق شهر د ایوالیک سمیې په اوبو کې ژغورل شوې ده. ساحلي ځواکونو دغه راز د ایدین د کوساداسي په اوبو کې د کډوالو د یوې ۴۷ کسیزې دلې د ژغورلو او د دوو قاچاق وړونکو د نیولو هم خبر ورکړی دی.

ژغورل شوي کډوال د کډوالۍ ځایي ادارو ته لېږدول شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او رسنۍ په منظمه توګه له یونان څخه د کډوالو د په شا تمبولو پېښو په هکله خبرداری ورکوي. خو یونان بیا د دغو ادعاوو په ردولو سره وایي چې ترکیه یونان ته د کډوالو د داخلېدو زمینه برابروي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په لومړیو ورځو کې له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې دوی د روان کال له پیل راهیسې یونان ته د ۱۵۴ زره او ۱۰۲ غیرقانوني‌ کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.

نامناسب توقیف ځایونه

دا په داسې حال کې ده چې د ترکي رسنۍ دووار د یوه راپور له مخې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي کډوال دغه هېواد کې په نامناسبو توقیف ځایونو کې ساتل کېږي. یاده رسنۍ چې د ترکیې په ختیځ ولایت ازمیر کې یې د کډوالو د یو توقیف ځای په اړه پلټڼې کړې وایي دغه ځای کې د بندیانو د ژوند شرایط سخت او ان غیرقانوني دي.

بیا ولولئ: ترکیه: له یونانه په شا تمبول شوي کډوال په نامناسبو توقیف ځایونو کې ساتل کېږي

په یوه ویډیو کې چې دوور خپره کړې ده د ازمیر ښار په دغه ودانۍ کې ایسار کډوال وایي: «خواړه درسره شته؟ ماشومان له موږ سره دي. دوی موږ وهي ټکوي، پر موږ اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.» راپور کې د سرچینو له قوله راغلي‌ دي چې ځینې کډوال ۱۵ ورځې یاده ودانۍ کې تېروي.

د دغې ودانۍ یوه ساتونکي دوور ته ویلي دي چې بندي مهاجر له دغه ځای نه هارماندالي کې د اخراج مرکز ته لېږدول کېږي او ورپسې بیا خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

بل لور ته د ازادۍ لپاره د استکهلم مرکز چې د دې مرکز په هکله پلټنې کوي وایي چې «ښاروالي دغو بندیانو ته ساندویچونه ورکوي، خو دوی ګرمه او مفیده غذا نه لري.»

یاد سازمان زیاتوي چې په شا تمبول شوي کډوال مدافع وکیلانو ته هم لاسرسی نه لري او نه شي کولی چې د اخراج په صورت کې د استیناف غوښتنه وکړي. په وینا یې «د ترکیې د اساسي قانون پر اساس چارواکي اړ دي چې د دوی د بندي کېدو په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې یې د اخراج په هکله پرېکړه وکړي. خو په واقعیت کې بیا دوی هلته دوه اونۍ تېروي. دا د کډوالو له حقونو سرغړونه ده.»

 

نورې ليکنې