د «اوپن آرمز اونو» مرستندويه کښتۍ ۴۰۲ مهاجر په بيلو عملياتو کي له اوبو څخه ژغورلي دي. اوس ورته اجازه ورکول سوېده چي د سيسلي بندر ته داخله سي.
پر دغه مرستندويه کښتۍ د ۴۰۲ مهاجرو تر څنګ د يو ځوان کس مړی هم موجود دی. «اوپن آرمز» مرستنویه کښتۍ په همدغه نوم د هسپانوي مرستندويه ټولنې مربوطه ده او مقصد يې په سمندر کي د هغو مهاجرو سره مرسته کول دي چي په اضطراري حالاتو کي راګير سوي وي. ايټالوي چارواکو اوس دغې کښتۍ ته اجازه ورکړې ده چي د سيسلي ټاپو په مېسينا کي لنګر واچوي. دغه خبر ياد مرستندويه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه ورکړ.
ويل سوي دي چي پر ياده کښتۍ د يو شل کلن ايريتريايي مهاجر مړی هم موجود دی. زياته سوېده چي دغه ځوان د قاچاق وړونکو له خوا داسي سخت وهل سوی چي هغه پر لرګينه کښتۍ مړ سو. اوپن آرمز ويلي دي چي «ځکه چي دغه کس د مرګ وروسته هم د کرامت حق لري، نو موږ يې مړی د ۴۰۲ ژونديو سره يو ځای وچي ته رسول غواړو.»
په مديترانه کي چي د مهاجرت لپاره يوه له تر ټولو زيات استعمال کيدونکو لارو څخه ده، پکښي د ژغورني هيڅ دولتي ماموريت نسته. صرف په خصوصي توګه تنظيم سوي ماموريتونه په دغه سمندر کي د مهاجر له اضطراري حالاتو پر وخت ژغوري. دغه مرستندويه کښتۍ د مهاجرو د ژغورلو وروسته زيات وخت څو ورځي او آن څو اونۍ پر سمندر کي ګرځي راګرځي تر څو اجازه ترلاسه کړي چي په يو بندر کي مهاجر له کښتۍ راکوز کړي. يوازنی هيواد چي داسي کښتيو ته د لنګر اچولو اجازه ورکوي هغه ايټاليا دی. مالټا هيواد له مياشتو راهيسي و ژغورونکو کښتيو ته اجازه نه ورکوي چي په بندر کي يې لنګر واچوي.
مديترانه د نړۍ له تر ټولو خطرناکو مهاجرت لارو څخه بلل کيږي. د مهاجرت لپاره د نړيوال سازمان (IOM) په حواله د روان عيسوي کال له پېل راهيسي تر اوسه پوري په دغه سمندر کي لږ تر لږه ۱۳۰۱ انسانان يا مړه سوي يا لادرکه سوي دي. اټکل کيږي چي ښايي اصلي شمېره تر دې ډېره زياته سوي.
آ./ا.ا.