انګلیس کانال. انځور: رویترز
انګلیس کانال. انځور: رویترز

له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې مرکزي اداره وایي چې د فرانسې په شمالي سیمه کې یې د انساني قاچاقبرو یوه مهمه ډله له منځه وړې ده. د عراقي کردانو دغې ډلې د انګلیس کانال له لارې کډوال برېتانیا ته انتقالول. د دې عملیاتو په پایله کې د سمندري وسایلو یوه ډیپو هم موندل شوې ده.

د ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې مرکزي ادارې یا اکریست مشر پرون پنجشنبه د سپتمبر ۲۲مه د فرانسې په شمالي سیمه کې د عراقي کردانو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکړ چې د کډوالو په قاچاق کې ښکېله وه.

د یادې ادارې مشر اګزاویې دېلریو وویل چې څېړونکو د دوشنبې په ورځ د سمندري وسایلو یوه ډیپو هم کشف کړې چې ۱۳ بېړۍ چې هره یوه یې د ۵۰ کډوالو د ځایولو ظرفیت لري، د بېړۍ ۱۴ موټورونه، ۷۰۰ ژغورنې واسکټې، پمپونه او ۷۰۰ لیتر تېل پکې موندل شوي دي.

د دې عملیاتو په ترڅ کې د درېو ښځو په ګډون ټولټال ۷ تنه نیول شوي دي چې له ډلې یې شپږ کسان محکمې ته راجع شوي خو یوه ښځه بېرته خوشې شوې ده. درې تنه عراقي کردان او پاتې نور فرانسویان دي.

«۸۰۰۰۰ یورو د هر یو سفر په بدل کې» 

د څېړونکو په حواله، دغې ډلې له تېر اوړي راهیسې ۸۰ ځله د کډوالو د قاچاق هڅه کړې ده او په دې توانېدلې چې په ۵۰ مواردو کې کډوال برېتانیا ته ورسوي. زیاته شوې ده چې نوموړو قاچاق وړونکو د هر یو سفر په بدل کې تر ۸۰ زره یورو ګټه ترلاسه کوله.

وروسته له هغه چې هالنډي چارواکو تېره جنوري د فرانسې او برېتانیا استخباراتي واحد ته د انساني قاچاق په اړه اطلاع ورکړه، له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې ادارې په دې هکله تحقیقات پیل کړل.

څېړونکو د المان او هالنډ پر پوله د هغو فرانسویانو په اړه تحقیقات کول چې د هالنډ له لارې له جرمني څخه فرانسې ته کښتۍ انتقالولې.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال تر دې دمه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر له ۳۰۰۰۰ اوښتی دی. په ۲۰۲۱ کې تر ۲۸ زرو ډېرو مهاجرو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.

 

نورې ليکنې