اژه سمندر کې د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر کې د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز

ترکي چارواکي وایي چې د ترکیې او یونان ترمنځ اوبو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي. د چارواکو په حواله، دغه مهاجر یوناني ځواکونو له خپلو اوبو څخه په شا تمبولي وو.

ترکي چارواکي وایي چې د تېرې شنبې په ورځ اژه سمندر کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کډوال ډوب شوي دي. د چارواکو په حواله، یاد مهاجر د یوناني ځواکونو له خوا د دغه هېواد له ساحلي اوبو څخه د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

په ورته مهال د اجېن بوت رپوټ سازمان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دغه ربړي بېړۍ کې ۲۲ کسان سپاره ول. یاد سازمان ویلي دي چې د ترکیې یوې کب نیوونکې بېړۍ کښتۍ کې د سپرو کسانو د ژغورلو هڅه کړې او د پېښې په هکله یې ترکي چارواکو ته خبر ورکړی و. 

بل لور ته ترکي چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه هېواد ساحلي ځواکونو اژه سمندر کې د ۷ ماشومانو په ګډون ټولټال ۱۵ کډوال ژغورلي او د څلورو ماشومانو په ګډون د شپږ تنه نورو مړي یې موندلي دي.

د اجېن بوت رپوټ په حواله د یو ۵ کلن ماشوم د لټون هڅې لا هم ادامه لري.

د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي دي چې یوناني ځواکونو دغه مهاجر لېسبوس ټاپو ته نږدې نیولي او د کښتۍ د ماشین د ایستلو وروسته یې د ترکیې پر لور شړلي دي. د هغوی په خبره، یاده کښتۍ د ماشین د نه لرلو له امله سمندر کې ډوبه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې د ترکیې ساحلي ځواکونو ویلي وو چې د سپټمبر په ۱۶مه یې اژه سمندر کې د شپږو کډوالو مړي موندلي دي خو د یو بل کس جسد لادرکه دی. د چارواکو په حواله، دغه کښتۍ چې ۲۰ کډوال پکې سپاره ول د جمعې په ورځ د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې وه. ترکي ځواکونو دغه راز د موګلا ولایت د بودروم په تفریحي سیمې په ساحلي اوبو کې هم د یو بل کډوال د مړي د موندلو خبر ورکړی و.

ترکیه او یونان د کډوالو د مسلې پر سر پر یو بل تورونه لګوي. له تېرو څو کلونو راهیسې د بشري حقونو سازمانونه او رسنۍ په منظمه توګه له یونان څخه د کډوالو د په شا تمبولو پېښو په هکله خبرداری ورکوي، خو یوناني چارواکي بیا د یادو ادعاوو په ردولو سره وایي چې ترکیه یونان ته د کډوالو د داخلېدو زمینه برابروي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په لومړیو ورځو کې له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې د دغه هېواد ساحلي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې یونان ته د ۱۵۴ زره او ۱۰۲ غیرقانوني‌ کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.

 

نورې ليکنې