جورجیا ملوني له پارلماني ټاکنو وروسته. انځور: رویترز
جورجیا ملوني له پارلماني ټاکنو وروسته. انځور: رویترز

د فراتېلي دېټالیا ښي اړخي ګوند مشرې جیورجیا ملوني پرون یکشنبه د سپټمبر ۲۵مه د ایټالیا په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلې دي. تمه کېږي چې نوموړې له ماتیو سالویني او سلویو برلسکوني سره ایتلافي حکومت رامنځته کړي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د فراتیلي دیټالیا ښي اړخي ګوند نوماندې جیورجیا ملوني د ایټالیا پارلماني ټاکنو کې ۲۶ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

نوموړې پر خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې «د ایټالیا خلکو د فراتیلي دیټالیا تر مشرۍ لاندې د یو ښي اړخي حکومت جوړېدو لپاره روښانه پیغام لېږلی دی.»

د دغې سیاستوالې متحدانو یا د ماتیو سالویني لیګ ګوند ۸،۵ خو د سلویو برلوسکوني فورزا ایټالیا ګوند بیا ټاکنو کې ۶ تر ۸ سلنه رایې خپلې کړې دي. د وروستیو پایلو له مخې د فراتېلي دیټالیا، لیګ او فورزه دیټالیا ایتلافي ډلې پرونیو ټاکنو کې ټولټال ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

بل لور ته بیا د کېڼ اړخي دموکرات ګوند ۱۹ سلنه خو د پنځه ستوري غورځنګ بیا ۱۳،۵-۱۷،۵رایې خپلې کړې دي.

ملوني او فراتېلي دیټالیا د ایټالیا د نیوفاشیستي ګوند ادامه ده چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شوی و. که د جورجیا ملوني بریا تایید شي نو هغه به د ایټالیا لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره وټاکل شي. اغلې ملوني په پام کې لري چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ایټالیا کې تر ټولو توند ښي اړخي حکومت رامنځ ته کړي.

جورجیا ملوني د اروپایي ټولنې خلاف پر ملي حاکمیت ټینګار کوي او د ال جي‌ بي تي ډلو، د کډوالۍ او د ټولنې د اسلامي کېدو ضد ده.

بیا ولولئ: ایټالیا کې ټاکنې: د سخت دریځې ښې اړخې ډلې د نوماندې جورجیا ملوني د بریا چانس

آغلې ملوني د اګست ۲۳مه د ایټالیا په ختیځه سیمه انکون کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال ویلي وو چې هغه غواړي چې ایټالیا ازاده کړي.

نوموړې چې د ۲۰۱۶ په اکټوبر میاشت کې پر خپله فېسبوک پاڼه ایټالیا کې پر «قومي ځای پر ځای کېدنې» نیوکې کړې وې، د روان کال د اګست په ۲۱مه پر خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړه چې ښیي چې ګواکې یو ګینیایی پناه غوښتونکی پر یوې اکراینۍ جنسي تېری کوي. ویډیو کې د قربانۍ غږ اورېدل کېږي چې چغې وهي.

جورجیا ملوني‌ لیکلي‌ وو چې د داسې پېښو پر وړاندې چې یو پناه غوښتونکی یې ترسره کوي «چوپه خوله» نه پاتې کېږي. هغه ویلي وو: «زه خپلې ټولې هڅې کوم چې د ایټالیا ښارونو کې امنیت ټینک کړم.»

ملوني په ۲۰۰۶ کې د ایټالیا پارلمان نومانده او مرستیاله وه. دوه کاله وروسته هغه د سلویو برلوسکوني حکومت کې د ځوانانو وزیره وټاکل شوه. نوموړې په ۲۰۱۲ کې د فراتېلي دیټالیا ګوند بنسټ اېښود.

په فرانسه کې د ملي راغونډېدنې ښي اړخي ګوند مشرې مارین لوپن د جیورجیا ملوني په بریا خوشالي څرګنده کړې ده. د فرانسې لومړۍ وزیرې الیزابت بورن بیا ویلي دي چې هیواد به یې دې ته پام وکړي چې ایټالیا کې بشري حقونو او اروپایي ارزښتونو ته درناوی وشي. 

 

نورې ليکنې