اژه سمندر کې د کډوالو یوه بېړۍ. انځور: رویترز
اژه سمندر کې د کډوالو یوه بېړۍ. انځور: رویترز

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د یونان او ترکیې ترمنځ اوبو کې یو افغان کډوال له خپلو درېو ماشومانو سره یو ځای د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې وژل شوی دی.

د هشت صبح ورځپاڼې د یو خبر له مخې، د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو افغان کډوال له خپلو درېو ماشومانو سره یو ځای د یونان په اوبو کې ډوب شوی دی. یاده ورځپاڼه د یوې سرچینې له قوله وایي چې ډوب شوی کس کډوال کریم الله علي زاده نومېده او لږ مخکې د فقر او وزګارۍ له امله له افغانستانه وتلی و.

زیاته شوې ده چې کریم الله د کندز ولایت اصلي اوسېدونکی و او واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې کندز کې د روشن مخابراتي شرکت کې کار کاوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه په کومه نېټه رامنځ ته شوې ده.

ډېری کډوال او په ځانګړې توګه افغانان له ترکیې څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د اوښتو هڅه کوي. د راپورونو له مخې، په تېرو څو وختونو کې د یونان او ترکیې ترمنځ اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښو کې زیات شمېر کډوال ډوب شوي دي.

پرون دوشنبه د ترکیې ساحلي ځواکونو وویل چې د تېرې شنبې په ورځ په اژه سمندر کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کډوال وژل شوي دي.

د اجېن بوت رپوټ سازمان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دغه ربړي بېړۍ کې ۲۲ کسان سپاره ول. یاد سازمان ویلي دي چې د ترکیې یوې کب نیوونکې بېړۍ کښتۍ کې د سپرو کسانو د ژغورلو هڅه کړې او د پېښې په هکله یې ترکي چارواکو ته خبر ورکړی و.

دغه راز تېره جمعه د یونان لېروس ټاپو ته نږدې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدارنګه د ترکیې ساحلي ځواکونو د سپتمبر په ۱۶مه اژه سمندر کې د شپږو کډوالو د مړیو د موندلو خبر ورکړی و. د چارواکو په حواله، یوه کښتۍ چې ۲۰ کډوال پکې سپاره ول د جمعې په ورځ د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. ترکي ځواکونو دغه راز د موګلا ولایت د بودروم په تفریحي سیمې په ساحلي اوبو کې هم د یو بل کډوال مړی موندلی و. 

 

نورې ليکنې