د چک جمهوریت چارواکي وایي چې په پام کې لري چې سر له راتلونکې پنجشنبې به د غیرقانوني کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له سلواکیا سره پر پوله امنیتي پوستې جوړې کړې.
د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویت راکوشان پرون دوشنبه د سپتمبر ۲۶مه یوې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په پام کې لري چې د غیرقانوني کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره به سر له راتلونکې پنجشنبې د لنډې مودې لپاره له سلواکیا سره پر پوله امنیتي پوستې جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې چک کې د غیرقانوني کډوالو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی چې ډېری یې سوریایان دي. په وینا یې: «د روان کال تر دې مودې پورې [د چک] پولیسو ۱۱۰۰۰ غیر قانوني کډوال نیولي دي.» همدارنګه چارواکو په روان کال کې د ۱۲۵ انساني قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړی دی.
د ویت راکوشان په حواله، زیات شمېر کډوال جرمني ته د رسېدو په موخه ځانونه چک جمهوریت ته رسوي چې دغه وضعیت په جرمني کې هم اندېښنې راپارولې دي. ټاکل شوې ده چې د چک او سلواکیا پر پوله امنیتي تدابیر لس ورځې دوام وکړي. راکوشان زیاته کړې ده چې د چک جمهوریت ګاونډي هېوادونو ته د دې پرېکړې په هکله اطلاع ورکړل شوې ده.
په ورته مهال د سلواکیا چارواکو نن سه شنبې د سپتمبر ۲۷مه وویل چې د چک جمهوریت له پرېکړې سره موافق دي، خو پر دغې مسلې باید د اروپایي ټولنې په کچه خبرې وشي.
بلغاریا کې بېړنی حالت
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د بلغاریا حکومت د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په بورګاس، یامبول او هاسکوو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړ.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر اوان دمردژیېف د مالکو تارنوفو له سرحدي پوستې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د دغې پرېکړې موخه «د سرحدي پولیسو د فعالیتونو اسانول او د خرابو سرحدي سړکونو رغول» دي.
نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ سرحدي ځواکونه د خرابو سړکونو له کبله د خپلو وسایلو د انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په وینا یې دغه حالت د دې سبب شوی دی چې غیر قانوني کډوال بلغاریا ته داخل شي.
د بلغاریا د کورنیو چارو زارت د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل څخه د سپتمبر تر ۱۸مې نېټې پورې ۱۰۳ زره او ۹۹۸ مهاجرو له ترکیې څخه دغه هېواد ته د داخلېدو هڅه کړې ده چې دا د تېر کال همدې مودې پرتله ۳-۴ چنده زیاتوالی ښيي. چارواکو ویلي دي چې یوازې په روانه اونۍ ۷۸۶۴ کډوالو هڅه کړې ده چې له ترکیې څخه بلغاریا ته واوړي