کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.
کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره زیات شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د یادو افغانانو په ډله کې له قومي او مذهبي اقلیتونو سره تړاو لرونکي کسان هم دي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د ټایمز آف اندیا د یو راپور له مخې د تېرې یکشنبې په ورځ د سپتمبر میاشتې ۲۵مه د افغانستان د سېکانو او هندوانو یوه ۵۵ کسیزه ډله چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، هند ته ورسېدله. د رسنیو په حواله، دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ سېکان پاتې دي چې ډېری یې په کابل ولایت کې مېشت دي او د خپل دیني عبادتځي ساتنه کوي.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له قومي، دیني او مذهبي اقلیتونو سره تړاو لرونکي زیات شمېر افغانان - په ځانګړې توګه هزارګان، سېکان او هندوان - د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. ډېری دغه افغانان د ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعدې هدف ګرځول شوي دي.

۷۰۰ هزارګانو ته مرګژوبله اوښتې

د بشري حقونو د څار سازمان د روانې سپتمبر میاشتې په ۶مه د یو راپور په خپرولو سره وویل چې «په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې ډلې د خراسان څانګې (ISKP) په مکرر ډول د هزاره ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو په جوماتونو، ښوونځیو او کار-ځایونو باندې بریدونه کړي دي.»

دغه راپور کې زیاته شوې وه چې «له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه ک[ړ]، د داعش خراسان څانګې د هزاره ګانو پر ضد د ۱۳ بریدونو مسوولیت منلی او لږ تر لږه ۳ نورو سره تړاو لرلی، چې لږترلږه ۷۰۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.»

بیا ولولئ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د هزارګانو ناوړه وضعیت

د راپور له مخې، «طالب چارواکي د دې ټولنو د ځانمرګو بریدونو او نورو غیرقانوني بریدونو څخه د ساتنې لپاره یا د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د اړینو طبي پاملرنې او نورو مرستو په رسولو کې لږ اجراآت کړي دي.»

یاد سازمان تېر کال په یو بل راپور کې ویلي وو چې طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځایي وګړي د دې لپاره له خپلو سیمو څخه شړلي چې خپل پلویان هلته مېشت کړي. د دغه راپور له مخې، د بې ځایه شویو له ډلې ډېری یې هزارګان دي.

بیا ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې شیعه لږکي په زوره بې ځایه کړي

دغه راپور کې راغلي وو چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دغې ډلې چارواکو پنځه ولایتونو کې هزارګانو او نورو وګړو ته ویلي چې خپل کورونه او کروندې دې خوشي کړي: «دوی په اکثرو مواردو کې ځایي اوسېدونکو ته یوازې څو ورځې وخت ورکړی چې له خپلو کورونو څخه ووځي او دا چانس یې هم نه دی ورکړی چې محکمې ته مراجعه وکړي.»

دغه راز د بخښنې نړیوال سازمان تېر کال د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې طالب وسله والو د اګست پر ۳۰مه د دایکندي د خدیر ولسوالۍ په کهور کلي کې ۱۳ تنه هزارګان وژلي دي. د قربانیانو له ډلې ۱۱ تنه یې پخواني سرتېري او د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ په ګډون دوه تنه نور ملکي وګړي ول.

«طالبانو مو وېښتان وخرېیل»

د هزارګانو په څېر افغان سېکان او هندوان هم د طالبانو بیا واکمنۍ او د ترهګرو ډلو بریدونو اغېزمن کړي دي.

د روان کال د جون میاشتې په ۱۹مه د اسلامي دولت یا داعش په نامه وسله والې ډلې په کابل کې د سېکانو پر یوه ګوردواره یا عبادتځي د وسله وال برید مسولیت ومانه. هغه وخت طالبانو ویلي وو چې دغه برید کې یو سېک او د طالبانو یو امنیتي کس وژل شوي او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس د پېښې په ځای کې د یوه مسوول کس له قوله ویلي وو چې د لومړۍ چاودنې پر مهال په عبادتځي کې دننه نژدې ۳۰ کسان په عبادت بوخت وو.

د ټایمز آف عمان خبري اژانس هند ته د کډه شوي افغان سېک بلجیت سېنګ له قوله ویلي دي: «افغانستان کې وضعیت ښه نه دی. ما څلور میاشتې بند کې تېرې کړې. طالبانو موږ ته دوکه ورکړه، په زندان کې یې [د قصابانو په شان] زموږ وېښتان وخرېیل.»

په ۲۰۲۰ کې افغانستان کې د سېکانو شمېر نږدې ۷۰۰ تنو ته رسېده. خو د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې زیات شمېر سېکان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د کارته پروان پر ګوردواره له برید څخه لږ مخکې ۲۱ افغان سېکان د کام ایر په الوتکه کې دېلي ته ورسېدل. له یاد برید وروسته هند ته د کډه شویو افغان سېکانو شمېر ۶۸ تنو ته رسېږي.

که څه هم د ګواښونو له امله له افغانستان څخه د مهاجر شویو اقلیتونو کره شمېر نه دی معلوم، خو د رسنیو راپورونه ښيي چې په تېر یو کال کې ګڼ شمېر هزارګانو په ډله ییزه توګه ځانونه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته رسولي دي.

ډېری افغان سېکانو او هندوانو بیا د امنیتي خطراتو او د دوی پر مذهبي مراسمو د لګول شویو بندیزونو له امله هند ته پناه وړې ده.

 

نورې ليکنې