کډوال د صربیا او رومانیا پر لاره. انځور:‌ رویترز
کډوال د صربیا او رومانیا پر لاره. انځور:‌ رویترز

له تېرې څه مودې راهیسې د بالکان پر مسیر د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینې هېوادونه پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي. خو ولې مهاجر هڅه کوي چې د بالکان له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي؟

د بالکان پر مسیر د مهاجرو د شمېر زیاتوالی د دې سبب ګرځېدلی دی چې ځینې هېوادونه پر خپلو پولو امنیتي تدابیر ډېر کړي. د چک جمهوریت ملي پولیسو د سه شنبې په ورځ د سپتمبر ۲۷مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې سر له راتلونکې پنجشنبې به له سلواکیا سره پر پوله د لسو ورځو په موده کې امنیتي پوستې جوړوي.

امنیتي ځواکونو ویلي دي چې دغه پوستې به له سلواکیا سره د ګډې پولې په ۲۷ مختلفو ځایونو کې جوړې شي. د چک جمهوریت لومړي وزیر پېتر فیالا د سه شنبې په ورځ وویل چې د دې پرېکړې موخه د هغو غیر قانوني کډوالو منصرف کول دي چې غواړي له دغه مسیر څخه اروپا ته سفر وکړي. له ۲۰۰۷ راهیسې دا لومړی ځل دی چې د چک جمهوریت چارواکي پر پولو د پوستو د جوړولو خبر ورکوي.

نن سبا ډېری کډوال هڅه کوي چې اروپایي هېوادونو ته د رسېدو په موخه له سلواکیا څخه چک جمهوریت ته واوړي. د جون میاشتې له پیل څخه د تېرې اونۍ تر پیل پورې د چک پولیسو نږدې ۹۵۰۰ غیر قانوني کډوال نیولي دي چې دغه شمېرې د تېر پوره کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

دغه راز بلغاریا له ترکیې څخه دغه هېواد ته د کډوالو د داخلېدو د مخنیوي‌ په موخه په څو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د اروپا پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په حواله، یوازې په اګست میاشت کې ۱۵۹۰۰ کډوالو هڅه وکړه چې د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځان ورسوي. په وینا یې دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي. فرانتکس زیاتوي چې ډېری دغه کډوال د سوریې، افغانستان او ترکیې اتباع دي.

خو ولې د بالکان پر لار د کډوالو شمېر زیات شوی دی؟ کارپوهان په دې هکله بېلابېل نظرونه لري.

  • کډوال په وار وار له پولې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي 

د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرانتکس پرون سه شنبه کډوال نیوز ته وویل چې د بالکان پر مسیر د کډوالو د شمېر د زیاتوالي دلیل دا دی چې ځینې مهاجر په وار وار له پولې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.

د سي سي اف دي-تېر سولیدر سازمان په حواله، د بالکان پر څو هېوادونو تور دی چې کډوال له خپلو پولو څخه په شا تمبوي. د یاد سازمان غړې سوفي دووال کډوال نیوز ته وایي چې هنګري کډوال صربیا ته او صربیا بیا دوی بوسنیا او البانیا ته شړي.

نړېوالې ټولنې په وار وار له پولو څخه د کډوالو پر شړلو نیوکه کړې. د اروپا شورا د اګست په وروستیو ورځو کې وویل چې د صربیا پر لور د کډوالو په شړلو کې زیاتوالی راغلی دی او یوازې په ۲۰۲۲ کې تر ۷۵ زره ډېر کسان دغه هېواد ته استول شوي دي. یادې شورا زیاته کړې وه چې له کډوالو سره د ناسم چلند او پر وړاندې یې له زور څخه د کار اخیستلو په هکله هم ادعاوې موجودې دي.

ډېری کډوال د غیر قانوني‌ اخراجونو له امله صربیا کې بند پاتې دي. د صربیایي سازمان کلیکاکتیو مشر وک وکوویچ کډوال نیوز ته وایي‌ چې دمګړۍ د صربیا په شمال کې هنګري او کروشیا ته نږدې ۲۸ غیر رسمي کمپونه شته. په وینا یې داسې تمه کېږي چې له شمالي مقدونیې څخه صربیا ته د راتلونکو کډوالو شمېر ته په کتو سره دغه شمېر نور هم لوړ شي. د نوموړي په حواله: «کډوال نه غواړي چې په صربیا کې پاتې شي، دوی د صربیا شمالي سیمې ته ځي او هڅه کوي چې هنګري ته واوړي.»

سوفي دووال وایي چې له کلونو راهیسې ګڼ شمېر کسان پر دغه لار ایسار پاتې دي او د اخراجونو له امله یې برخلیک نامعلوم دی.

خو ولې کډوال د سلواکیا او چک پر پوله لیدل کېږي؟ هغه کسان چې کولی شي هنګري ته واوړي، دا امکان شته چې بېرته صربیا او یا نورو هېوادونو ته واستول شي. سوفي دووال وایي: «کله چې دوی هنګري ته داخل شول، نو هنګري دوی اخراجوي. دا کار د سلواکیا په څېر نورو هېوادونو ته د کډوالو د ورتګ زمینه برابروي.»

  • د ځینو هېوادونو اتباع ویزې ته اړتیا نه لري

د ځینو هېوادونو لکه بروندي، هند، تونس او کیوبا اتباع بالکان هېوادونو ته د ورتګ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري. د سویس عدلیې وزیرې کارین کلر-سوتر د سپتمبر په ۲۰ سراییوو کې د کډوالۍ په هکله یوې خبري غونډې ته وویل چې کډوال لومړی بلګراد او ورپسې د قاچاقبرو په مرسته هنګري او اتریش ته رسېږي.

سوفي دووال وایي چې فرانسې او نورو اروپایي هېوادونو د ویزو د ورکولو شرایط سخت کړي دي. په وینا یې دا دې سبب کېږي چې کډوال هغو هېوادونو ته ولاړ شي چې هلته ویزې ته اړتیا نشته.

  • پر ځینو لارو امنیتي تدابیر زیات شوي

د مدیترانې په څېر لارو کې د امنیتي تدابیرو ډېروالی د دې سبب شوی چې ځینې کډوال نورو مسیرونو ته توجه وکړي.

سوفي دووال وایي چې د اروپایي ټولنې او لیبیا همکاري زیاته شوې او مراکش، سنګال او موریتانیا کې د فرانتکس د فعالیتونو د پیل په هکله خبرې اترې روانې دي.

بله مسله اکراین کې روانه جګړه ده. د سوفي دووال په خبره، د جګړې له امله رومانیا او مالداویا کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي نو ځکه دمګړۍ لږ مهاجر دغو هېوادونو ته ځي.

  • د کووید کړکېچ پای ته رسېدو او د مهاجرو د شمېر زیاتوالی 

د سویس د عدلیې وزیرې په حواله، ډېری کډوال چې اوس په بالکان کې لیدل کېږي هغه کسان دي چې تر دې دمخه ترکیه او یونان کې بند پاتې وو. خو د کورونا کړکېچ پر مهال دوی اجازه نه درلوده چې له پولو څخه تېر شي. په وینا یې دوی غوښتل چې مرکزي اروپا ته راشي، خو د سفر امکان نه و موجود.

سوفي دووال بیا وایي چې نن سبا خلک له یو ځای نه بل ځای ته ځي، له پولو څخه د اوښتو هڅې څو چندې شوې او کډوال په وار وار له پولې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.

 

نورې ليکنې