اتريش هيواد اعلان کړی دی چي د ګاونډي هيواد سلواکيې سره پر سرحد به کنټرول پېل کړي.
اتريش وايي چي د پنجشنبې له ورځي (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر له ۲۸ نېټه) څخه به د خپل ګاونډي هيواد سلواکيې سره پر سرحد کنټرول شروع کړي.
د اتريش د کورنيو چارو د وزارت وياند په ويانا کي د چهارشنبې په ورځ وويل چي هيواد يې د هغه وروسته دغه اقدام کوي چي مخکي چيک جمهوريت اعلان وکړ چي په مؤقتي توګه به د سلواکيې سره پر خپله پوله کنترول پېل کړي. دا خبر د رويترز خبري آژانس ورکړی دی.
له دې مخکي د اتريش خبري آژانس اې پي اې پر سرحد د پلان سوي کنټرول په هکله راپور ورکړی ؤ. د ياد خبري آژانس د راپور له مخي پر سرحد د کنټرول شروع کولو څخه د اتريش د حکومت مقصد دا دی چي د ناقانونه مهاجرت مخه ونيسي. د راپور له مخي ناقانونه مهاجرت زيات سوی دی.
آ./ا.ا.