د آلمان په بادن ويورتمبېرګ ايالت کي د انساني قاچاق کوونکو پر ضد د پوليسو عمليات تر سره سول. په دې ترڅ کي يو مشکوک کس نيول سوی هم دی.
د بادن ويورتمبېرګ ايالت د ليورراخ څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ د پوليسو د عملياتو په هکله معلومات ورکړل. څارنوالۍ وويل چي چارواکي د يوې شکمني قاچاق وړونکي ډلې په نيولو بريالي سوي دي. زياته سوې چي په دې ترڅ کي يو مشکوک کس هم نيول سوی دی چي په تحقيقي توقيف کي دی.
د چارواکو په وينا په ټوليزه توګه د ياد ايالت په ۱۸ بيلو اپارتمانونو او دوو بيلو ريستورانتونو کي کي تلاښۍ سوي دي. يادي تلاښۍ د ۱۵ تورنو کسانو په کورونو کي سوي دي.
چارواکي پر دوو مرکزي تورنو کسانو شک لري چي د کاروبار په هکله يې جعلي اسناد جوړ کړي ول. پر هغوی تور دی چي د ډلې په توګه يې بهرني جعلي اسناد جوړ کړي او په ناقانونه توګه يې بهرنيان آلمان ته راقاچاق کړي ول. ويل سوي چي پر څلورو نورو ترکي تابعيت لرونکو کسانو تور دی چي په دې ترڅ کي يې مرسته کړې وه.
پر نورو ۹ ترکي تابعيت لرونکو تور دی چي جعلي اسناد يې اخيستي او له دغي لاري يې د آلمان اقامه په ناحقه توګه ترلاسه کړې ده. پر دوو ترکي تابعيت لرونکو مرکزي کسانو تور دی چي د ترکيې څخه يې کسان د مځکي له لاري اتاليا او اتريش او يا سويس ته راوستل او له هغه ځای څخه يې آلمان ته قاچاق کول. په دې ترڅ کي و قاچاق کيدونکو کسانو ته د ايتاليا جعلي اقامې ورکول کېدلې. دا د دې لپاره چي په آلمان کي چارواکي تېرباسي او په دې توګه په اروپا کي د کار کولو لپاره له آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
چارواکو په تلاښيو کي نور بهرني جعلي اسناد هم موندلي دي. د دې تر څنګ چارواکو دوه ځوانان هم موندلي دي چي په ناقانونه توګه په آلمان کي ول. هغه نهه کسان چي په جعلي اسنادو آلمان ته راغلي ول، هغوی د بهرنيانو لپاره د آلمان ځانګړي ادارې ته سپارل سوي دي. هغوی به له آلمان څخه اخراجيږي. د قاچاق وړونکو وروسته يادي پلټني د هغه وروسته پېل سوي، کله چي يو کال مخکي په دې تړاو چارواکو ته معلومات ورکول سول.
آ./ا.ا.