کالې کې د کډوالو خیمې. ارشیف انځور: مهدي شبیل
کالې کې د کډوالو خیمې. ارشیف انځور: مهدي شبیل

د کډوالو د ملاتړ کاروان پرون چهارشنبه د فرانسې کالې ښار ته ورسېد. ټاکل شوې ده چې یاد کاروان به له فرانسې څخه د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ولاړ شي. د دغه کاروان ګډونوال د اروپا پر مهاجرتي سیاستونو نیوکه کوي او وایي چې د کډوالو حقونو ته باید درناوی وشي.

پرون چهارشنبه د سپتمبر ۲۸مه د فرانسې په کالې کې شاوخوا ۲۰۰ تنه دغه ښار ته د کډوالو د ملاتړ کاروانن د رسېدو په مناسبت سره راټول شوي وو.

د دغو کسانو له ډلې نږدې ۵۰ تنو یې، چې د امایوس انټرنشنل او انګي اتوري ارفوکسیاتواک سازمانونو غړي دي، د تېرې دوشنبې په ورځ د اسپانیا له بیلباوو سیمې څخه خپل سفر پیل کړی او له ارون، پواتیې او پاریس څخه په تېرېدو سره کالې ښار ته رسېدلي وو. ټاکل شوې ده چې دوی د پنجشنبې په شپه د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ورسېږي او د اروپایي پارلمان له پلاوي سره لیدنه وکړي.

د تېر سولیدر سازمان غړې سوفي دووال کډوال نیوز ته وایي چې «دغه کاروان له اروپایي چارواکو څخه دوه غوښتنې لري: لومړۍ غوښتنه دا ده چې داسې مکانیزمونه جوړ شي چې پر پولو د کډوالو د مړینې مخه ونیي، او دویمه غوښتنه دا ده چې د بهرني کارګرو وضعیت ته پاملرنه وشي.»

د کډوالو د ملاتړ کاروان چې له تېرو څو کلونو راهیسې د اروپایي ټولنې هېوادونو ته سفر کوي د دې غوښتونکی دی چې د کډوالو حقونو ته باید درناوی وشي.

۲۸۰۰۰ قربانيان

د کاروان ګډونوالو په یو متن کې چې د کډوالو د ملاتړ کاروان پر سایټ خپور شوی لیکلي، له ۲۰۱۴ راهیسې تر ۲۸۰۰۰ هغه کسان چې غوښتل یې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي د مهاجرت پر لاره مړه شوي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه ډېری یې په مدیترانه او یا اتلانتیک ډوب شوي دي. ځینو نورو بیا د بالکان پر مسیر، د الپ په غرونو، انګلیس کانال، د پیرینې په بیداساو او یا نورو سرحدي سیمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی دغه راز یادونه وکړه چې یو شمېر کډوال له سرحداتو په تېرېدو سره اروپا ته رسېږي او د اروپایي هېوادونو په پرمختګ کې رول لوبوي، خو ځینې یې په کلونو کلونو له خپلو حقونو بې برخې دي او اسناد هم نه ورکول کېږي.

دغه متن کې راغلي دي چې د اروپایي ټولنې مهاجرتي سیاستونه د کډوالو د مړینې سبب ګرځېدلي دي. د کاروان ګډونوالو له اروپایي بنسټونو لکه اروپایي کمېسیون، شورا او پارلمان څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالو د حقونو د تضمین لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

سږ کال ۵۲ تنه په کالې کې مړه شوي

د کاروان ګډونوالو چې د مهاجرپلوه سازمانونو غړي او کډوال پکې شامل وو شعار ورکاوه: «مړه نه، وژل شوي.»

دوو استازو بیا لاریونوالو ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د اوپال په ساحلي سیمه کې ۵۲ کسانو د کښتۍ ډوبېدو پېښو او یا ښخړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دوی زیاته کړه چې یاد مهاجر «د غیر انساني مهاجرتي سیاستونو» له امله وژل شوي دي. دغه کډوال د سوډان، عراق او اریتریا اصلي اوسېدونکي وو.

جلیله تمالا هغه تونسۍ ده چې په ۲۰۱۹ کې یې خپل دوه زامن – ۱۸ کلن مهدي او ۲۰ کلن هدي– په مدیترانه کې له لاسه ورکړی دی. دغو دوو ځوانو مهاجرو غوښتل چې د ایټالیا له لارې فرانسې ته واوړي. جلیلې د یادې پېښې په هکله د شهادت ورکولو لپاره کالې ته ورغلې وه.

هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دوی غوښتل چې د ایټالیا له لارې فرانسې ته راشي ځکه زما د مشر زوی نامزاده په فرانسه کې اوسېدله. کله چې د هغه د ویزې غوښتنه رد شوه، نه زوی مې له خپل ورور سره یو ځای د فرانسې پر لور سفر پیل کړ. زه غواړم د هغو مېندو غږ پورته کړم چې زما په شان غمجنې دي.»

 دغه غونډه کې د سکور کاتولیک ویاند ژولیت دو لاپلاس وویل چې ورته پېښې به هېڅکله هم نه عادي کېږي او «مرګ د کډوالو تقدیر نه دی». په وینا یې که څه هم تر اوسه په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی، خو دوی به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

 

نورې ليکنې