ګډونوالو د نندارتون د پرانیستلو په ورځ کې لاریون وکړ. انځور: ستېفان ترتز
ګډونوالو د نندارتون د پرانیستلو په ورځ کې لاریون وکړ. انځور: ستېفان ترتز

فرانسوي انځورګر او ښوونکي ستېفان ترتز د فرانسې په الزاس سیمه کې د افغانو ښځو د انځورونو نندارتون جوړ کړی دی. دغه نندارتون چې ښځه او ژوند نومېږي د افغانو مېرمنو مبارزه پکې انځور شوې ده.

د افغانو مېرمنو پورټرېټونه د ښځې او ژوند نندارتون یوه برخه جوړوي. په دغه نندارتون کې فرانسه کې د کورني تاوتریخوالي د ۲۴ قربانیانو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

په ۲۰۱۹ کې په فرانسه کې ۱۵۰ ښځو د کورني تاوتریخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. ستېفان ترتز د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو د ټولنې په همغږۍ تصمیم ونیو چې د یو نندارتون په جوړولو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه وستايي. دا نندارتون چې د اګست په ۲۲مه د فرانسې د الزاس سیمې په ریشتت ښار کې جوړ شوی د سپتمبر تر ۳۰مې پورې ادامه لري.

«د افغانو مېرمنو اوسنی وضعیت پر موږ اغېز لرلی شي»

دغه نندارتون کې د ۱۰۰ افغانو ښځو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي چې په ډله کې یې مدني او ټولنیزې فعالانې، سیاستوالې، خبریالې، فلم جوړوونکې او هنرمندانې شاملې دي. ډېری دغه مېرمنې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د نړۍ نورو هېوادونو ته کډه شوې دي.

ستېفان ترتز له کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې هنر یې «سرحد نه پېژني». د نوموړي په وینا، د تاوتریخوالي او ظلم پر وړاندې د افغانو ښځو مبارزه د نړۍ د نورو ښځو له برخلیک سره تړاو لري.

هغه وایي: «زه د یو هنرمند په توګه ځکه له افغانستان سره مینه لرم چې هر هغه څه چې په نړۍ کې پېښېږي، او په ځانګړې توګه د افغانو او ایرانۍ مېرمنو اوسنی وضعیت، پر موږ اغېز لرلی شي.» د هغه په خبره، افغانستان کې د ښځو اوسني وضعیت ته په کتو سره افغانې مېرمنې د خپل هېواد تاریخ په خپله لیکي او د دغه نندارتون موخه د افغانو ښځو د مبارزې ستایل دي.

د کالج رید زده کوونکي د افغانو ښځو د پورټرېټونو تر رسمولو وروسته. له ویډیو څخه اخیستل شوې انځور: د ستېفان ترتز فېسبوک پاڼه
د کالج رید زده کوونکي د افغانو ښځو د پورټرېټونو تر رسمولو وروسته. له ویډیو څخه اخیستل شوې انځور: د ستېفان ترتز فېسبوک پاڼه

«افغانې مېرمنې خپل تاریخ پخپله لیکي»

دغه فرانسوي انځورګر چې د ګران رید په کالج کې له خپلو شاګردانو سره یو ځای د افغانو ښځو پورټریټونه رسم کړي دي، وایي د دغو مېرمنو مبارزه، که ټولنیزه وي یا سیاسي او یا هم سپورټي، د ازادۍ لپاره مبارزه ده. په وینا یې د افغانستان په اوسني حالت کې هره مېرمن که په کور کې وي یا په ټولنه او یا هم په کاري چاپېریال کې، مبارزه او متعهده ښځه ګڼل کېږي.

ښاغلی ترتز وایي چې د بېلګې په توګه افغانې سیاستوالې ملالۍ جویا افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شتون په وخت کې هم د افغانو ښځو پر ټولنیزې او سیاسي وضعیت نیوکه کوله. د همدې کبله نوموړي خپلو شاګردانو ته وړاندیز کړی و چې دغه انځورونه دې د ملالۍ جویا د کتاب - «د خلکو په نوم» - پر پاڼو رسم کړي.

ستېفان ترتز وایي چې شاګردانو یې د انځورونو د رسمولو پر مهال د کتاب پاڼې لوستلې او ځینې پوښتنې یې مطرح کولې. د نوموړي په خبره، دا یوه ډېره ښه تجربه وه.

 

نورې ليکنې