د یونان ساحلي ځواکونو پرون پنجشنبه وویل چې د اژې سمندر په فولګاندروس ټاپو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷ کډوال موندلي دي. زیاته شوې ده چې دغو مهاجرو له ترکیې څخه د ایټالیا پر لور خپل سفر پیل کړی و.
د اکاتیمریني خبري اژانس د یو خبر له مخې، د یونان ساحلي ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د اژې سمندر په فولګاندروس ټاپو کې د ۵ ښځو او ۹ کم عمر لرونکو کسانو په ګډون ۳۷ کډوال موندلي دي.
زیاته شوې ده چې د موندل شویو کډوالو په ډله کې یوه مېنداوره ښځه هم ده.
ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو مهاجرو کښتۍ له ترکیې څخه د ایټالیا پر لور خپل سفر پیل کړی و، خو د کاتېرګو په سیمه کې یوازې پرېښودل شوې وه.
ځایي اوسېدونکي بیا وایي چې کډوالو د کاتېرګو په سیمه کې د کښتۍ کنترول له لاسه ورکړ چې له امله یې بېړۍ په خټو کې بنده پاتې شوه.
چارواکو دا هم ویلي دي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې یاد مهاجر په یوه مسافروړونکې کښتۍ کې یوس ټاپو ته انتقال کړي دي. په وینا یې موندل شویو کډوالو منلې ده چې ایټالیا ته د رسېدو لپاره پر هر یو یې ۱۰ زره یورو مصرف راغلی دی.
بیا ولولئ: یونان: نقاب لرونکو کسانو د رودس ټاپو په ساحلي اوبو کې ۳۵ کډوال په شا تمبولي
اژه سمندر اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یوه مهمه لاره ده. د اژې سمندر او اوروس سند له لارې یونان ته د کډوالو د داخلېدو هڅه د ترکیې او یونان ترمنځ پر یوه شخړیزه مسله بدله شوې ده.
اتن په وار وار انقره په دې تورنه کړې ده چې کډوال هڅوي ترڅو په ناقانونه ډول د یونان خاورې ته دننه شي. خو ترکیه بیا یوناني چارواکي په دې تورنوي چې کډوالو ته په خپله خاوره کې د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي او بېرته يې د ترکیې پر لور شړي.