ارشیف انځور: ګېتي اېمېجز
ارشیف انځور: ګېتي اېمېجز

پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي چې هغه ۱۵۰ افغان کډوال د پاکستاني ځواکونو له بنده خوشي شوي دي چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته ننوتلي وو. د خوشي شویو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.

پاکستان کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر ۲۸مه د دغه هېواد له زندانونو څخه د ۱۵۰ سند نه لرونکو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړ. یاد سفارت ویلي دي چې دغه کډوال چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي د چهارشنبې په ورځ له بنده خوشي شوي دي.

د طالبانو سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې پاتې بندیان به «د اړتیا وړ قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته په راتلونکو ورځو کې» له زندانه خوشي شي.

دوه میاشتې وړاندې د کراچي پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي وو. مخکې له دې پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي وو چې د دغو افغانانو په اړه «له پاکستاني چارواکو، په ځانګړي توګه د سند ایالت له حکومتي مقاماتو [سره] له نژدې په اړیکه کې دي.»

زیاته شوې وه چې «یادو افغانانو سره په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ داستازو له ملاقات وروسته جوته شوه چې دوکیلانو له فیس پرته، پر هربندي د محکمې له لوري ۱۰۰۰ کلدارې جرمانه راغلې چې یو شمېر یې نن خوشې شوي او د پاتې نورو د خوشې کېدو پرېکړه به راروانو ورځو کې ترسره شي.»

د سند نه لرونکو د نیولو پېښې

همدارنګه د پاکستان ځایي رسنیو د سپټمبر په ۱۴مه خبر ورکړی و چې د کراچۍ ښار د سهراب ګوت پوستې سرتېرو د ال آصف په ‌ډګر کې ۲۶ افغان کډوال نیولي دي. پر دغو افغانانو تور و چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته اوښتي دي.

دغه راز د جولای په ۲۷ مه د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې د پاکستاني ملیشه ځواکونو له خوا ۲۱۴ افغانان په دې تور نیول شوي وو چې له قانوني اسنادو پرته یې سفر کاوه. په نیول شویو کسانو کې یوه تازه واده شوې جوړه هم شامله وه چې د واده لومړۍ شپه یې په زندان کې تېره کړې وه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ د جنورۍ د ۲۰۲۲ تر جون میاشتې پورې له ۲۵۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته کډه شوي دي. 

تر دې دمخه پاکستان کې افغان فعالانو رسنیو ته ویلي وو چې د دغه هېواد په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې نږدې ۱۲۰۰ او پشاور کې بیا ۱۳۰۰ سند نه لرونکي افغان کډوال بندیان دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې افغان کډوال د دوی په هڅو د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي دي، خو لږ وړاندې یو افغان فعال چې په پاکستان کې اوسېږي رسنیو ته ویلي وو چې پاکستان کې د طالبانو سفارت د بندیانو د خوشي کولو لپاره کومه هڅه نه ده کړې.

 

نورې ليکنې