د یونان ساحلي ځواکونه وایي چې ایوني سیند کې د کډوالو یوې ډلې د تېرې شنبې په ورځ د یوناني ځواکونو مرسته رد کړې ده. یاد مهاجر له سېنګاپور سره تړاو لرونکې کښتۍ د شنبې په شپه ژغورلي دي.
د یونان ساحلي ځواکونو پرون یکشنبه د اکټوبر ۲مه وویل د تېرې شنبې په ورځ یې غوښتل چې ایوني سیند کې د کډوالو یوه ۵۶ کسیزه ډله وژغوري، خو یادو مهاجرو یې د مرستې وړاندیز په وار وار رد کړ.
ساحلي ځواکونو زیاته کړې ده چې دغه کډوال چې په یوه بادبان لرونکې کښتۍ کې سپاره ول سېفالونیا ټاپو ته نږدې له ستونزې سره مخ شوي وو.
د یوناني ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړو مهاجرو د مخابرې له لارې چارواکو ته ویلي چې نه غواړي چې یوناني ځواکونه ورسره مرسته وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د شپې په رسېدو او د هوا حالاتو له خرابېدو سره دغو کډوالو ومنله چې له سېنګار پور سره تړاو لرونکې بادبان لرونکې کښتۍ دوی وژغوري.
ژغورل شوي کسان د یونان شمال لوېدیځ اګومېنیتسا بندر ته لېږدول شوي دي او د نورو پناه غوښتونکو د لټون هڅې لا هم ادامه لري. تر اوسه د یادو کډوالو هویت نه دی په ډاګه شوی.
سلګونه کډوال په شا تمبول شوي
د یونان سمندري ځواکونه وایي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې نږدې ۱۵۰۰ کډوال ژغورلي دي. خو د بشري حقونو مدافع سازمانونه بیا وایي چې سلګونه نور په غیر قانوني توګه د یونان له اوبو څخه په شا تمبول شوي دي او دا فرصت هم نه دی ورکړل شوی چې یونان کې د پناه غوښتنه وکړي. یونان بیا دا ادعاوې ردوي.
د یادولو ده چې د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په لومړیو ورځو کې له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې دوی د روان کال له پیل راهیسې یونان ته د ۱۵۴ زره او ۱۰۲ غیرقانوني کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.
نوموړي زیاته کړې وه چې یوازې په اګست میاشت کې ۵۰ زره «غیر قانوني» کډوالو هڅه درلوده چې یونان ته ځان ورسوي، خو مخه یې ونیول شوه. میتاراچي خپله مرکه کې د کډوالو د په شا تمبولو پېښې رد کړې او ترکیه یې پر دې تورنه کړې وه چې «مهاجر د یونان پر لور استوي».
هر کال زرګونه افریقایي کډوال او یا د منځني ختیځ د هېوادونو اتباع اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه یونان ته د ورتګ هڅه کوي. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې له ترکیې څخه د اوروس او یا اژې سمندر له لارې یونان ته ځان ورسوي.