واک ته د طالبانو له رسېدو سره د معلولانو د باسکټبال لوبډلې د ستورې نیلوفر بیات ژوند بدل شو. هغه چې په خپله رشته کې مشهوره ده اوس له خپل مېړه سره یو ځای د اسپانیا په بیلباوو ښار کې اوسېږي. نوموړې د معلولو ورزشکارانو پر غږ بدله شوې ده.
مادرید، جولای ۲۰۲۲. نیلوفر بیات خوشاله ښکاري. هغه نن د پالاسیو کولتورالېس په ستیژ کې د اسپانیا د سره صلیب له خوا د کال د غوره شخصیت جایزه ترلاسه کوي. د نیلوفر بیات ژوند د یوې معلولې ورزشکارې په توګه او له کابله تر اسپانیا پورې د نوموړې سفر له ستونزو او کړاوونو څخه ډک دی.
نیلوفر چې په ۱۹۹۳ کې په کابل زېږېدلی معلوله ده، خو تل په شونډو مسکا لري. هغه وایي: «کله چې تاسې معلول یاست خلک تاسو ته ګوري، خو ما تل له ځان سره ویلي چې په ژوند کې باید پرمختګ وکړم، ښه انسان واوسم او ارمانونه ولرم.»
نوموړې هره ورځ ښوونځي ته ځي او باسکټبال لوبوي. هغه وایي: «په یوه کوڅه کې مې ولیدل چې څو هلکان باسکټبال لوبوي. له هماغه وخت راهیسې له باسکټبال سره مینه لرم.» په افغانستان کې نیلوفر د سره صلیب په مرسته او د طالبانو د پلویانو د مخالفت سربېره د باسکټبال یوه رسمي لوبډله جوړه کړې وه. هغه وایي: «د محافظه کارو خلکو او د طالبانو د پلویانو په شتون کې مو ژوند اسان نه و. دوی به تل هڅه کوله چې زموږ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو موږ خپلې ټولې هڅې کولې او آن د د توکیو المپیک سیالو ته مو لاره وموندله.»
بیا ولولئ: افغانې بایسکل ځغلوونکې د سویس د بایسکل چلولو سیالیو کې ګډون کوي
«په ۲۰۲۱ کې هر څه پای ته ورسېدل»
خو دا هیله پوره نه شوه. نیلوفر وایي چې په ۲۰۲۱ کې هر څه پای ته ورسېدل. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره طالبانو ځل بیا پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړه. نیلوفر او میړه یې رامش، چې هغه هم معلول باسکټبالر دی، واک ته د طالبانو له رسېدو سره نور ځان محفوظ نه احساساوه. هغه وایي: «ژوند مو له وېرې ډک و، موږ دې ته اړ شوو چې ډېر ژر عمل وکړو. زیات سترس مو درلود چې باید ژر تر ژره له هېواده ووځو. ارام ژوند مو [د طالبانو په راتګ سره] په دوزخ بدل شو.»
نیلوفر او میړه یې څو ځله هڅې وکړې چې د کابل هوایي ډګر ته داخل شي. هغه وایي: «د هوایي ډګر مخې ته زیات شمېر خلک راټول شوي وو، فکر کوم چې طالبانو غوښتل چې زموږ په هکله معلومات ترلاسه کړي. خو موږ وتوانېدو چې ترې وتښتو. دغو شېبو کې مې وېره درلوده چې له خپل مېړه څخه جلا شم.» نیلوفر او مېړه یې بالاخره د اسپانوی خبریال انتونیو پامپیلیګا په مرسته، چې دوی له ۲۰۱۷ راهیسې ورسره په اړیکه کې دي، له خطر څخه ژغورل کېږي.

په غربت کې ژمنه باسکټبالره
نیلوفر پامپلیګا ته د یو صوتي پیغام په استولو سره د مرستې غوښتنه ترې کړې وه. پامپلیګا وایي: «دا پیغام به هېڅکله هم هېر نه کړم. پیغام کې مې د هغې اضطراب او ډار حس کاوه. ډېر ژر مې اقدام وکړ ترڅو دوی له هېواده ووځي.» نوموړی زیاتوي چې له خپلو ملګرو سره یې اړیکه ونیوله ترڅو نیلوفر او مېړه یې وکولی شي چې له کابل څخه اسپانیا ته پرواز وکړي. د نیلوفر مېړه رامش وایي: «په جبري توګه د خپل هېواد پرېښودل تر ټولو سخته تجربه ده. خو بله لاره نه وه را پاتې. د طالبانو تر واک لاندې ژوند د زغم نه دی او غیر انساني شوی دی، په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت.»
په اسپانیا کې بیا د کډوالو ټولنې او د ټولنیزو چارو وزارت هڅه وکړه چې نیلوفر او مېړه ته یې داسې یو ځای پیدا کړي چې دوی وتوانېږي پکې خپل سپورټ ته ادامه ورکړي. د بیدابیک بي بي ار بیلباوو کلب مشر تکسېما الونسو له نیلوفر سره اړیکه ونیوله او ورته یې وړاندیز وکړ چې د اسپانیا باسک سیمې ته راشي. نوموړی وایي: «ما یې کیسه اورېدلې وه، نو ځکه مې ورته وړاندیز وکړ چې زموږ له کلب سره یو ځای شي. مرسته مې ورسره وکړه چې په ښار کې د اوسېدو ځای وموندي. نیلوفر او مېړه یې له دغه ځای سره مینه لري، ټول خلک ورسره مرسته کوي، موږ ډېر خوشاله یو چې دوی زموږ په کلب کې [باسکټبال] لوبوي.»
نیلوفر د باسک د معلولانو د باسکټبال په نیمه رسمي لوبډله کې لوبه کوي. هغه وایي: «دلته خلک له ما سره مینه لري، د یوې معلولې او یوې ښځې په توګه ما ته درناوی کوي. دا ما ته ډېر ښه احساس راکوي. خو زه به هېڅله هم هېر نه کړم چې له کوم ځای نه راغلې یمه، په غربت کې هم د افغانو ښځو او معلولانو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم.»
بیا ولولئ: افغانه نجلۍ نجیبه: «یوازنۍ هیله مې دا ده چې فرانسه کې له خپل ورور سره یو ځای شم»
نیلوفر چې په خپل هېواد کې یې د افغانستان د ازادو ښځو ټولنه جوړه کړې وه اوس په کابل کې د ښځو او معلولانو د ورزش او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. هغه وایي: «طالبانو مې څو تنه ملګري او خپلوان وژلي، خو څوک نه شي کولی چې زما غږ چوپ کړي. مبارزه مې ادامه لري، زه غواړم چې افغانې ښځې او معلولان ښه ژوند ولري او ورته درناوی وشي.»
نیلوفر بیات د بي بي سي د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ د اغېزمنو ښځو په لېست کې راغلې ده. همدارنګه تي وي اي د نوموړې د ژوند په هکله مستند فلم جوړوي.