اژه سمندر کې د کډوالو کښتۍ. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر کې د کډوالو کښتۍ. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې ساحلي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې ۱۴۳ سند نه لرونکي کډوال نیولي دي. د چارواکو په حواله، یاد مهاجر یوناني ځواکونو له خپلو ساحلي اوبو څخه په شا تمبولي وو.

د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندانۍ نن سه شنبه وویل چې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې یې ۱۴۳ کډوال «ژغورلي» دي. په وینا یې دا هغه سند نه لرونکي مهاجر دي چې د یونان امنیتي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لوړ شړل شوي وو.

د دغې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې وروسته له هغه چې دوی د ازمیر ولایت د دیکیلي او سفري حصار په اوبو کې د کډوالو د شتون په هکله خبر ترلاسه کړ، ساحلي ځواکونو په کښتیو کې د سپرو مهاجرو د «ژغورلو» هڅه وکړه.

د یو بل خبر له مخې، د ترکیې سمندري ځواکونو د سفري حصار په اوبو کې د کډوالو یوه ربړي کښتۍ نیولې چې ۳۱ تنه پکې سپاره ول.

نیول شوي کډوال د ترکیې د مهاجرت ځایي ادارو ته لېږدول شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو او رسنۍ په وار وار له یونان څخه د کډوالو د شړلو په هکله خبرداری ورکړی دی. خو اتن بیا د دغو ادعاوو په ردولو سره وایي چې انقره یونان ته د کډوالو د داخلېدو زمینه برابروي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د سپتمبر په لومړیو ورځو کې له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې دوی د روان کال له پیل راهیسې یونان ته د ۱۵۴ زره او ۱۰۲ غیرقانوني‌ کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.

بل پلو بیا د ترکيې ځایي رسنۍ وایي چې د یوناني ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي کډوال له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته ترکیه کې دننه په نامناسبو توقیف ځایونو کې ساتل کېږي. لږ مخکې دووار رسنۍ چې د ترکیې په ختیځ ولایت ازمیر کې یې د کډوالو د یو توقیف ځای په اړه پلټڼې کړې وې د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې دغه توقیف ځای کې کډوال په سختو او غیرانساني شرایطو کې شپې سبا کوي.

همدارنګه د ازادۍ لپاره د استکهلم مرکز ویلي وو چې له یونانه په شا تمبول شوي کډوال د ترکیې په توقیف ځایونو کې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري او نه شي کولی چې د اخراج په صورت کې د استیناف غوښتنه وکړي.

د دغه سازمان په حواله، «د ترکیې د اساسي قانون پر اساس چارواکي اړ دي چې د دوی د بندي کېدو په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې یې د اخراج په هکله پرېکړه وکړي. خو په واقعیت کې بیا دوی هلته دوه اونۍ تېروي. دا د کډوالو له حقونو سرغړونه ده.»

 

نورې ليکنې