د هنګري، اتریش او صربیا مشرانو پرون دوشنبه اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه. دغه غونډه چې د صربیا ولسمشر، د هنګري لومړي وزیر او د اتریش چانسلر پکې ګډون کړی و د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې جوړه شوې وه.
پرون دوشنبه د اکټوبر ۳مه د صربیا ولسمشر السکاندر ووسیک، د هنګري لومړي وزیر وېکتور اوربان او د اتریش چانسلر کارل نېهامر بوداپست ښار کې د کډوالو په هکله جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه کې یادو درېواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د صربیا له لارې اروپا ته د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره باید ګډ اقدامات وکړي.
د اتریش چانسلر کارل نېهامر له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د دغه ګډ پلان له مخې به پر سرحداتو د امنیتي ځواکونو د ګډ اقدام او همغږۍ زیاتوالی او د غیر قانوني کډوالو د اخراج په برخه کې له صربیا سره لا زیاته همکاري شامله ده.
نوموړي وویل چې دوی چمتو دي چې د کډوالو بېرته ستنولو کې له صربیا سره تخنیکي او مالي مرسته وکړي.
ښاغلي نېهامر د صربیا ولسمشر الکساندر ووسیک د هغو ویناوو هرکلی وکړ چې له مخې به یې صربیا د روان کال تر پایه پورې د ویزې ورکولو پالیسي کې بدلون رامنځته کړي ترڅو د ځینو غیر اروپایي هېوادونو اتباع ونه شي کړای چې له ویزې پرته دغه هېواد ته سفر وکړي.
د الکساندر ووسیک په حواله، دا ګام به لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالو د غیر قانوني مهاجرت مخه نیولی شي.
بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی؟
بل پلو د هنګري ولسمشر وېکتور اوربان ویلي دي چې د کډوالۍ مسلې په تړاو سیاسي بدلون ته اړتیا شته. نوموړي له اروپایي ټولنې بهر مهاجر کمپونو ته اشاره کړې ده چې په وینا یې د کډوالو پناه غوښتنلیکونه باید پکې وارزول شي. هغه دا هم ویلي دي چې دوی له اوسني وضعیت څخه راضي نه دي.
د اتریش حکومت د رسمي شمېرو له مخې تېره سپټمبر میاشت دغه هېواد ته د نیول شویو پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله هندیانو جوړوله. ډېریو دغو کډوالو هند ته د اخراج له وېرې په اتریش کې د پناه غوښتنه کړې ده. که څه د هند اتباع نه شي کولی چې د ویزې پرته اروپایي ټولنې ته سفر وکړي، خو دوی صربیا ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا نه لري. ډېری هندیان له صربیا څخه نورو اروپایي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د بالکان پر مسیر د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینې هېوادونه پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي.
چک جمهوریت تېره اونۍ د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له سلواکیا سره پر پوله د امنیتي پوستو د جوړولو خبر ورکړ. دغه راز د اتریش حکومت اعلان وکړ چې د پنجشنبې له ورځې د سپتامبر له ۲۸ نېټې څخه یې د خپل ګاونډي هيواد سلواکيا سره پر سرحد کنټرول پیل کړی دی.
د اروپا پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په حواله، یوازې په تېره اګست میاشت کې ۱۵۹۰۰ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځان ورسوي. د فرانتکس چارواکو ویلي دي چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.