د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ژرالد دارمنن اعلان کړی چې ډیر ژر به د دغه هیواد په سویل لویدیځ «لوار اتلانتیک» حوزه کې د کډوالو لپاره د توقیف نوی اداري مرکز جوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت لخوا د کډوالو د ساتلو لپاره د توقیف د مرکزونو ډیرول له نیوکو سره مخامخ ده.
د کورنیو چارو وزیر دغه اعلان د نانت ښاروال سره دغه ښار ته له خپل سفر وروسته کړی دی. په هغه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۴مه د کورنیو چارو وزرات او د نانت ښار لخوا په ګډه خپره شوې راغلي چې ډیر ژر به د لوار اتلانتیک حوزه کې یو اداري توقیف مرکز جوړ شي.
یاده پریکړه د حکومت د کډوالۍ د هغو سیاستونو له مخې کیږي چې غواړي د اداري توقیف مرکزونو(CRA) کې د کډوال شمیر ډیر کړي چې دا کار د کډوالۍ ملاتړ سازمانونو له نیوکو سره مخامخ دی.
دغه پریکړه وروسته له هغه کیږي چې په دې وروستیو کې په نانت ښار کې د ناامنیو پیښې ډیرې شوې دي. که څه هم د یاد مرکز په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي خو د «وست فرانس» سیمه ایزې ورځپاڼې، د یوې سرچینې له قوله لیکلي:« له کلونو راهیسې دولت پریکړه کړې وه چې په لورا اتلانتیک کې اداري توقیف مرکز جوړ کړي.»
دا مهال نانت ښار ته تر ټولو نږدې د توقیف مرکز د دغه ښار څخه سل کیلومتره فاصله لري چې په « رن» ښار کې موقعیت لري چې له دې سره هغه خلک چې د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي، د پولیسو لخوا «رن» ته د دوې انتقال ستونزمن دی.
په پارلمان کې د نانت ښار استازي په دغه سیمه کې د نوي توقیف مرکز د جوړولو په اړه د نظر اختلاف لري. د پارلمان یو استازی آندی کربرا باورلري چې یاد مرکزونه هیڅ ګټه نه لري. نوموړی وايي:« کډوال له دغو مرکزونو څخه څو څو ځلي وځي او بیا بیرته هلته استول کیږي»
نور ولولئ: فرانسه: په ۲۰۲۳ کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته ۵۹۰۰ نورې سرپناوې جوړوي
فرانسه کې د توقیف مرکزونو ډیرول
په فرانسه کې د نویو توقیف مرکزونو جوړل د حکومت د مالي قانون د طرحې پر بنسټ چې د سپتمبر په میاشت کې اعلان شوی، ترسره کیږي. سره له دې چې په تیرو څلورو کلونو کې د نانت ښار د توقیف مرکزونو ته د کډوالو لیږدول ډیر شوي خو د یادې طرحې له مخې حکومت غواړي چې یاد مرکزونه ډیر کړي.
د دغه نوي مرکز په جوړولو سره د فرانسې د لورلیان، بوردو او پاریس ښارونو کې د توقیف مرکزونو شمیر ۲۱۵۷ ته لوړیږي چې دغه شمیر په ۲۰۱۹ کال کې ۱۰۶۶ وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو مرکزونو کې کډوال تر سختو شرایطو لاندې شپې سبا کوي او د اخراج لپاره انتظار باسي چې دغه کار د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونه په غوصه کړي. له دې وړاندې د جون په میاشت کې یو سازمان راپور ورکړی و چې په دغو مرکزونو کې د ډیرې مودې انتظار، خواړه او روغتیايي امکاناتو ته په سمه توګه نه لاسرسۍ هغه ستونزي دي چې کډوال يي له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي.
نور ولولئ: فرانسه: اداري توقیف ځایونو کې له بهرنیانو سره «نامناسب» او «نامتناسب» چلند شوی
په دې اړه د سیماد سازمان په وروستۍ راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د کورنا ویروس د دوام سره ۴۲۳۵۳ تنه د فرانسې په اداري توقیف مرکزونو کې له آزادۍ څخه محروم دي.
د راپورونو له مخې د ۲۰۱۷ کال راهیسې په دغو مرکزونو کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.