د برېتانیا د کورنیو چارو نوې وزیرې سویلا برېورمن پرون سه شنبه وویل په پام کې لري چې له برېتانیا څخه د کډوالو د اخراج لړۍ چټکه کړي. نوموړې دغه راز له رونډا سره د شوي تړون پر عملي کولو ټینګار وکړ. دا په داسې حال ده چې هره اونۍ زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي.
د برېتانیا د کورنیو چارو نوې وزیرې سویلا برېورمن پرون سه شنبه د اکټوبر ۴مه له برېتانیا څخه د ناقانونه کډوالو پر اخراج او له رونډا سره د شوي تړون پر عملي کولو ټینګار وکړ.
هغې برمنګهام ښار کې د محافظه کار ګوند کلنۍ غونډې ته وویل هغه کسان چې له یو خوندي هېواد څخه په ناقانونه توګه برېتانیا ته رسېدلي وي، دوی به ډېر ژر خپلو هېوادونو او یا رونډا ته واستول شي.
د روان کال په جون میاشت کې د برېتانیا حکومت غوښتل چې د کډوالو لومړۍ ډله رونډا ته واستوي، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې د جون په ۱۵مه دغه پرواز لغوه کړ او د برېتانیا له قضایي ارګانونو څخه یې د یاد تړون د بیا ارزولو غوښتنه وکړه.
سوېلا برېورمن ویلي چې هېواد به یې د خپلو کورنیو چارو «کنترول په خپل لاس کې واخلي» او «یوې بهرنۍ محکمې» ته به اجازه ور نه کړي چې د برېتانیا «حاکمیت په خطر کې» واچوي.
بیا ولولئ: د برېتانیا نوې لومړۍ وزیره او د کډوالو پر وړاندې د بوریس جانسون د سیاستونو ادامه
دا په داسې حال کې ده چې هره اونۍ ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. د برېتانوي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، د تېرې دوشنبې په ورځ (د اکټوبر ۳) تر ۵۴۱ ډېرو مهاجرو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. یوه اونۍ مخکې بیا ۶۹۳ تنه نور د یاد کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي وو.
بل لور ته فرانسوي ځواکونو د دوشنبې په شپه انګلیس کانال کې ۸۴ کډوال ژغورلي دي. د فرانسې سمندري ځواکونو د شپې په لومړیو ساعاتو کې د لوفرینکوک په ساحلي اوبو کې ۴۸ کډوال وژغورل او کالې بندر ته یې انتقال کړل. لږ وروسته د کډوالو یوه ۳۶ کسیزه ډله د کالې په ساحلي اوبو کې وژغورل شوه.
د فرانسې سمندري قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې سیمې ته د ژغورونکو له رسېدو مخکې «ځینې کډوال اوبو ته غورځېدلي وو».
د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۳۵۰۰ ډېر کډوال توانېدلي دي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله، د ۲۰۱۸ د جنورۍ د ۲۰۲۲ تر جون پورې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو له ډلې څخه ۹۴ سلنه یې د پناه غوښتنه کړې ده چې ۸۶ سلنه یې مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
بیا ولولئ: سږ کال تر تېر بشپړ کال زیات مهاجر له مانش کانال تېر سوي دي